د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه وشوه


د سوریې د تاریخي اثارو د له منځه تلو په اړه اندیښنې شته
د سوریې د تاریخي اثارو د له منځه تلو په اړه اندیښنې شته
په سوریې کې د تاریخي اثارو د له منځه تلو اندیښنه شته او فعالین غوښتنه کوي چې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره دې اقدامات وشي.

د تاریخي اثارو د ساتلو فعالین د نیویارک په موزیم کې راټول شوي وو او د سوریې د تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه یې کوله.

د نېویارک د ښار موزیم ته، د کاله په میلیونونو کسان د نادرو تاریخي اثارو د لیدو لپاره ځي.

د یونېسکو عمومي رئیسه، ارېنا بکووا وايي: « موږ باور لرو چې د خلګو د ژغورولو او د تاریخي اثارو د ساتل ترمنځ باید انتخاب موجود نه وي.»

د دوو کلنو نه ډیر وخت کیږي چې په سوریې کې جګړه روانه ده. په جګړې کې تر یو لکو نه ډیر کسان وژل شوي دي. په دغه هیواد کې جګړه د دې سبب ګرځیدلې ده چې د تاریخي ځایونو ساتنه ګرانه شي.

اوس دا دی د موزیمونو نړیواله شورا غواړي چې په بیړنۍ توګه د هغه ځایونو لست برابر کړي چې د تل لپاره یې د له مینځه تلو خطر سته.

دغه شورا هڅه کوي چې په نړیواله کچه د هغو اثارو په اړه پوهاوی پیدا کړي چې د جګړه په جریان کې یا خو له منځه تللي او یا هم غلا شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ورستیاله، ان ریچارډ وايي چې نړۍ نشي کولای چې انتظار وکړي ترڅو په سوریې کې جګړه پای ته ورسیږي او بیا د سوریې د تاریخي اثارو په ساتلو باندې غور وشي.

ان ریچارډ وايي: «د دغه اثارو ارزښت خورا ډیر دی او [دغه اثار] د سوریې د خلګو لپاره ډیر مهم دي. موږ بله لاره نه لرو، بلکه همداوس باید لاس په کار شو.»

په کلتوري چارو کې، کارپوهان په دې باور دي چې د سوریې د تاریخي اثارو ساتل د بشر دوستۍ موضوع ده.

ان ریچارډ وايي: «دا کفایت نه کوي چې یوازې دې د خلګو د ژوند وژغورل شي. موږ باید د دوی ټولنه وساتو. موږ باید هغه توکي هم وساتو چې دوی ته ارزښت لري.»

که له یوې خوا په سوریې کې د دمشق نه نیولې تر حلبه پورې جګړه روانه ده او خلګ تښتي، له بلې خوا فعالین هیله لري چې په سوریې کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.

په سوریې کې د تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه وشوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00
XS
SM
MD
LG