د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د سیمه ييزو پولیسو یو قومندان وژل شوی


ارشیف

ارشیف

په کندهار کې د یوه داخلي برید له کبله د سیمه ييزو پولیسو دیوه قومندان په ګډون ۳ تنه سیمه اییز پولیس وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وويل چي تیره شپه د ژړۍ ولسوالۍ د نلغام په سیمه کې ۲ تنو سیمه اييزو پوليسو پر خپل قومندان او ۲ نورو ملګرو باندې برید کړی او وژلي یې دي.

جاوید فیصل وویل چې برید کونکی سیمه اييز پوليس هم له سیمې څخه تښتیدلی خو امنيتي مامورین يې د نیول په لټه کې دي.

وسله والو طالبانو د یوه تلیفوني پیغام له لارې رسنیو ته ويلي چې برید کونکی ددوی ملګری وو او تر برید وروسته بیرته له دوی سره یو ځای شوی.

دبلي خوا په اروزګان ولایت کې ۲ ماین اېښودونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي .
د اروزګان د پوليسو ویاند فرید عایل وايي چې ماين اېښودونکو دلويې لارې پر سر ماينونه ځای پرځای کول چې په خپله قرباني شوي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG