د لاس رسي وړ اتصالات

براهیمي د سوریې نړیوال کنفرانس لپاره هڅې پیل کړې


د سورېې لپاره د عرب لېگ او ملگرو ملتونو خاص استازي، الاخضر ابراهېمی د سورېې د سولې دنړېوال کانفرانس لپاره د ملاتړ لاس ته راوړلو په خاطر د سېمې د څوهېوادونو په سفر وتلې دی، خو ددغه نړېوال کانفرانس د پېل کېدو نه مخکې په دې باب پوښتنې کېږي چې څوک به په کی گډون کوي او شراېط به ېې څه وي.

ابراهېمي نن د چهارشنبی په ورځ په عمان کی د اردن دمشرانو سره گوري او د سورېې د روانې کورنۍ جگړې د سېاسی حل د موندلو او په ژنېو کی د سولې د راتلونکي نړېوال کانفرانس په اړه به ورسره وغږېږي.

مخکی له دې چې دراتلونکو دووهفتو په موده کی ښاغلې ابراهېمی په ژنېو د ملگرو ملتونو دآمنېت د شورا د غړو سره وگوري، غواړي چې بېا قطر، آېران او ترکېې ته هم سفر وکړي.
پرون د سی شنبی په ورځ د سورېې د دوستانو په نوم د ١١ هېوادونو ډلې د سورېې د رژېم د مخالفانو سره په لندن کی وکتل او دهغوي نه یې وغوښتل چې د ژنېو په نړېوال کانفرانس کې دې گډون وکړي.

د سورېې د رژېم مخالفان پدې ټېنگار کوي چې په کانفرانس کی به برخه وانه خلي. د سورېې د ملی اېتلاف رئېس آحمد جربه وایي " ترڅو چې دا خبره نه وي څرگنده شوي چې بشارالاسد به رخصتېږي، تر هغې پورې به مونږ په مذاکراتو کی گډون ونه کړو."
برېتانېې او آمرېکا په ټولو خواو باندی غږ کړی چې په کانفرانس کې دې برخه واخلي.
د برېتانېې خارجه وزېر وېلېم هېگ ووېل:

" مونږ هم د احمد جربه په شان په دې اړه بالکل څرگند نظر لرو چې بشار الاسد په ېوې دېموکراتیکې او سوله خوښونکې سورېې کې هېڅ ځای نه لري."
کله چې د ٢٠١١ مېلادي کال په پسرلي کی د سورېې خلک د بشار الاسد د رژېم پر خلاف راپاڅېدل ، تراوسه پورې د سلو زرو نه ډېر خلک وژل شوي دي او مېلونو خلک د جگړو له امله د خپلو کورونو نه وتلي دي
XS
SM
MD
LG