د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیران وايي چې دوی هیله من دي چې د افغانستان قومي مشران او د پارلمان غړي به د امنیتي تړون نه ملاټر وکړي.

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره راټول شوي دي. دوی د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د افغانستان لپاره د خپلو پلانونو په اړه خبرې کوي.

ناټو د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه ورسته د خپل نوي ماموریت، چې د افغان ځواکونو سره د مرستې او روزنې په اړه دی، خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن وویل چې افغان کولای شي چې د افغان ځواکونو د پرمختګ په اړه افتخار وکړي.

هغه وویل: «د افغانستان خلک کولای شي چې د افغان ځواکونو په پرمختګ وویاړي او موږ په دې باور لرو چې د بل کال تر پایه پورې به دوی د دی توان ولري چې د خپل ملک د ساتلو مسولیت په غاړه واخلي.»

د یکشنبې په ورځ، د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې د امنیتي تړون د یوشمیر موضوعاتو په اړه تر اوسه هم واشنګټن او کابل موافقه نه ده کړې.

دغه ډول څرګندونې بیا دا اندیښنې پیدا کړې دي چې د اختلافاتو د نه حل کیدو په صورت کې به امریکا خپل ټول عسکر د افغانستان نه وباسي.

خو د رویټرز خبرې آژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی دی چې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د د سې شنبې په ورځ د امریکا د دفاع د وزیر چګ هیګل سره د غونډې په جریان کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د کیدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

بل پلو ته، د ناټو عمومي منشي ویلي دي چې د دې احتمال ډیر دی چې لویه جرګه، چې په راتلونکو څو اونیو کې د امنیتي تړون په اړه جوړیږي، د امریکا او افغنستان امنیتي تړون تایید کړي.

د امنیتي تړون په اړه ډاډ

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن وویل: «هو، زه مطمین یم. زه ډاډه یم چې موږ به د افغانستان سره امنیتي تړون ولرو . . . . زه په دې باور لرم چې موږ به یوې موافقې ته سره ورسیږو، ځکه چې افغانان په دې پوهیږي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د روزنکو د استولو لپاره دغسې موافقې ته ضرورت شته.»

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویلي دي چې ډاډه دې چې افغانان به د امنیتي تړون نه ملاټر وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیرفلیپ هامنډ «زه فکر کوم چې نښې نښانې ښيي چې د امریکايانو او افغانانو ترمنځ خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی. البته، زموږ د ټولو دا خوښه وه چې دغه تړون وختي شوی وای، زه فکر کوم، چې ټول هیوادونه په دې پوهیږي چې موږ باید اول تړون وکړو بیا کولای شو چې د ناټو د ځواکونو په اړه توافق ته ورسیږو. دغه به په راتلونکي کې په افغانستان کې زموږ ښکلتیا واضح کړي.»

د جرمني د دفاع وزیر وايي چې د نورو اقداماتو نه مخکې باید د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په اړه وضاحت ته اړتیا شته.

د جرمني د دفاع وزیر توماس دي میزرې وویل: «موږ د امریکا پریکړې ته انتظار کوو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو د ابعادو او پراختیا په اړه ده. زموږ قضاوت به د دوی د پریکړې په اساس وي. موږ ځینې وړاندیزونه درلوده، خو موږ د خپلو عسکرو د حقوقو او مسولیتونو په اړه وضاحت ته اړتیا لرو. . . . »

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر او د فعالیتونو څرنګوالی واضح کړي.

د اوس لپاره په افغانستان کې ۵۱ زره امریکايي عسکر شته. دغه شمیره به د راروان عیسوي کال په لومړیو میاشتو کې ۳۴ زرو ته راکمه شي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به څومره امریکايي عسکر په افغانستان کې پریږدي.
XS
SM
MD
LG