د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ د بشپړېدو په حال کې ده


د افغانستان ملي شورا، (له ارگ څخه په مننه)
د افغانستان ملي شورا، (له ارگ څخه په مننه)
د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ د هند لخوا په افغانستان کې د بیارغونې د هڅو یوه بېلگه ده. هند له افغانستان سره د دوو ملیاردو ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.

د ملي شورا له نوې ودانۍ سره سره هند په افغانستان کې تر اوسه د دوو سوو ملیونو ډالرو په لگښت اوه سوه کلومتره سړکونه جوړ کړي دي، د دوو سوو ملیونو ډالرو په لگښت د هرات د سلما بند او د اویا ملیونو ډالرو په لگښت د کندهار د کرهڼې نوی پلان شوی پوهنځی نور هغه کارونه دي چې هند یې په افغانستان کې سر ته رسوي.

په افغانستان کې د پاکستان او هند تر مینځ د نفوذ د پراخوالي لپاره سیالي له لسیزو راهیسې روانه ده. افغانستان له تاریخي نظره له هند سره ښې اړیکې لرلې دي، او له بل خوا یې له پاکستان سره د هغه هیواد له جوړېدو وروسته د ډیورنډ د کرښې په سر اړیکې خړې پړې پاتې شوې دي.

له هند سره نږدې اړیکو او د ځمکې په سر له کابل سره د مخالفتونو له کبله پاکستان د جهادي ډلو په مرسته په کابل کې د خپل نفوذ زیاتولو لاره خپله کړه. له کال ١٩٩٦ تر ٢٠٠٢ چې کله طالبان په افغانستان کې واکمن وو، نو د هند لاسونه له افغانستان څخه لنډ شوي وو او کابل د اسلام اباد تر نفوذ لاندې شمیرل کېدلو.

د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته هند ته یو ځل بیا له افغانستان سره د پخوا په شان د ښو اړیکو ټینگولو چانس په لاس ورغی او د بیا رغوني په ډول ډول پروژو یې لاس پورې کړ.

د غټو پروژو په جملې کې هند له افغانستان سره د کنړ په سند د برېښا د تولید او کرهڼې لپاره د بند جوړلو ژمنه هم کړې ده. پاکستان د کنړ په سند له بند سره نه یواځې له دې کبله ناخوښی ښکاره کوي چې هند یې جوړوي بلکې ویره لري چې ددې بند په جوړېدو به پاکستان ته له افغانستان څخه د اوبو مخه ونیول شي.

د هغه امنتي تړون له مخې چې په کال ٢٠١١ کې د افغانستان او هند تر مینځ لاسلیک شو، هند د افغان د پوځ روزنې او په وسلو سنبالولو ته هم ژمن دی. په هند کې د افغان پوځي افسرانو روزنه د پاکستان یو بل زړه شینی دی، او د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف په خپلو خبرو کې بیا بیا گیله کړې وه چې افغانستان خپل پوځي افسران پاکستان ته د روزنې لپاره نه لیږي.

په کابل کې د ملي شورا د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره په کال ٢٠٠٥ کې د هند لومړي وزیر منموهن سینگ کېښودله. خو سم کار ورباندې په کال ٢٠٠٨ کې پیل شو. نوي ودانۍ په څلورو برخو ویشل شوې ده - د مشرانو جرګه، ولسي جرگه، د اداري چارو برخه، او ودانۍ ته د ننوتلو بلاک.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د ملي شورا د ودانۍ لیدو ته ورغلی وو، او تمه کیږي چې دغه پروژه به د کال تر اخیره پورې بشپړه شي.
XS
SM
MD
LG