د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور لیون: که امنیتي تړون نه وي مرستې هم نشته


کارل لیون
کارل لیون

د امریکا د سنا په مجلس کې د پوځي چارو د کمېټې مشر سناتور کارل لیون وايي له افغانستان سره به د امریکا مرستې په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د امنیتي تړون په لاسلیک کولو پورې تړلې وي. سناتور لیون دا خبرې کابل ته د خپل وروستي سفر او له ولسمشر حامد کرزي سره له لیدو وروسته کړې دي.

په یوې اعلامیې کې چې د سناتور لیون د دفتر له خوا خپره شوې، ویل شوي ((ما ولسمشر کرزي ته وویل چې مونږ نه شو کولای داسې نورې مرستې وکړو ترڅو چې په نږدې راتلونکي کې یو د منلو وړ امنیتي تړون نه وي لاسلیک شوی))

سناتور لیون د ولسمشر کرزي په وروستیو څرگندونو هم نیوکې کړي دي. اعلامیه زیاتوي چې سناتور لیون ولسمشر کرزي ته د هغه په څرگندونو د امریکا خواشیني رسولې چې د ولسمشر کرزي خبرې اکثره د دواړو هیوادونو تر مینځ د باور د فضا په رامینځته کولو کې مرسته نه کوي.


په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د نړیوالو پوځونو د وتلو نېټه را نږدې شوې، امریکا او افغانستان په یوه داسې امنیتي تړون باندې په خبرو بوخت دي چې له مخه به یې په افغانستان کې یو شمیر امریکايي عکسر د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د امنیتي تړون په شرطونو امریکايي او افغان چارواکي لا تر اوسه نه دي سلا شوي. په لانجمنو شرطونو کې چې افغانستان امریکا ته ایښي دي د بهرني یرغل په صورت کې د امریکا لخوا د افغانستان مرسته، په لنډ وخت کې افغانستان ته دایمي سوله راوستل، او د جرمونو په صورت کې په افغانستان کې دننه د امریکایانو محاکمه کېدل دي.

امریکا بیا بیا ویلي چې امنیتي تړون دې د روان کال د اکتوبر د میاشتې تر پایه پورې لاسلیک شي، خو په داسې حال کې چې افغانستان په امنیتي تړون باندې د غور او د تصویب لپاره لویه جرگه راغوښتې، د اکتوبر د میاتشې تر پایه د تړون لاسلیک کېدل ناشونی ښکاري.

د افغانستان د بادنیو چارو وزارت نن ویلي چې ددې وزارت ویاند جانان موسی زی به د یک شنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو په وخت د سناتور لیون د څرگندونو په هکله د افغانستان د حکومت رسمي غبرگون څرگند کړي
XS
SM
MD
LG