د لاس رسي وړ اتصالات

بې وسه متهمینو ته د وړیا مدافع وکیلانو اسانتیا


په کابل کې د مدافع وکیلانو کنفرانس
په کابل کې د مدافع وکیلانو کنفرانس
په افغانستان کې ملګرو ملتونو یو داسې پروګرام ترلاس لاندې نیولې چې پکې به متهمینو او مظنونینو ته وړیا مدافع وکیلان برابر شي.

دا پروګرام چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې په ماليي مرسته، د عدلېې وزارت او مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې له خوا پرمخ وړل کیږي، له مخې به یې هغو متهمینو او مظنونینو ته چې ماليي ځواک نه لري او بې بضاعته دي، په محاکمو کې د هغوی د حقوقي قضایاوې د پرمخ وړلو لپاره په وړیا توګه مدافع وکیلان برابر شي.

د رسمي احصائیو له مخې په افغانستان کې د هغو زندانیانو او وګړو چې ازادي ترې صلبه شوې، پنځه نوي په سلو کې یې بې بضاعته دي، خپله ماليي توان نه لري چې شخصي مدافع وکیل په محاکمو کې د دوسیو د پرمخ بېولو لپاره وګماري.

د افغانستان د قوانینو په اساس مدافع وکیل ته لاس رسی د هر وګړي چې د ازادۍ حق ترې اخېستل شوی دی، یو له مدني حقوقو نه ګڼل کیږي خو اکثریت متهمین چې مدافع وکیل نه لري، لامل یې یا د مدافع وکلات نه د متهمینو بې خبري ده او یا هم د ماليي توان نه شتون چې مدافع وکیل ته د کار د اجراء لپاره ورکول کیږي.

د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه درې ورځني ورکشاپ کې د ټولو حقوقي ادارو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې هغه کړنلاره وړاندې کړه چې څنګه مدافع وکیل په وړیا توګه د بې وسو متهمینو د حقوقي قضیو د پرمخ بیولو لپاره برابر شي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر روح الله قاري زاده وویل، مدافع وکالت ته د خلکو لاس رسی محدود دی او دداسې یوه پروګرام شتون ته سخته اړتیا وه، د هغه په ويناء په افغانستان کې اکثریت وګړي د مدافع وکیل له شتون بې برخې دی.

ښاغلي قاري زاده وویل :

"د یو این ډي پي دفتر، عدلېې وزارت او مدافع وکیلانو ټولنې یو ځای د یوه صندوق په جوړولو کار وکړ، پدغه صندوق کې یو مقدار پیسې د نړیوالو له خوا بېلې شوې دي، دا پیسې په مجموع کې دوه زره مدافع وکیلانو ته چې په هرځای کې کار کوي، د حق الزحمې په ډول ورکول کیږي، ترڅو دوی هغو بې بضاعتو ته چې مدافع وکیلانو ته اړتیا لري، حقوقي رسیده ګي وکړي."

د مدافع وکیل نه شتون

دم ګړۍ په افغانستان کې دوه زره مدافع وکیلان په کار بوخت دي، دا مدافع وکیلان یا د عدلېې وزارت په چوکاټ کې او یا هم د مختلفو انجوګانو له لورې خپل حقوقي کارونه پرمخ وړي.

د مدافع وکیلانو د ټولنې په ویناء په ۱۳۸۷ لمریز کال کې کله ددي ټولنې د تاسیس مهال په افغانستان کې ایله څلور سوه مدافع وکیلان وو خو اوس ددوی شمېر دوه زرو ته رسیدلی دی.

خو لا هم دا شمېره د افغانستان نفوس ته بسنه نه کوي، د معیارونو په اساس باید هر یو ملیون وګړو ته لږ تر لږه زر مدافع وکیلان شتون ولري.

دا دوه زره مدافع وکیلان، په کابل، هرات، مزار شریف، ننګرهار او هلمند کې فعال دي، د کندهار په څېر ولایت کې د ګوتو په شمار مدافع وکیلان شته دي، داسې ولایتونه هم شته چې اصلا مدافع وکیل نه لري، ارزګان یو له دغو ولایتونو نه دی.

د مدافع وکیلانو د ټولنې د مشر په ویناء په افغانستان کې تخمینا پنځوس په سلو کې په محاکمو کې دوسیې د مدافع وکیلانو له شتون پرته پرمخ وړل کیږي.

کلي او ولسوالۍ د مدافع وکیلانو له شتون هم بې برخې دي، خو دا پروژه به مرسته وکړي چې ترڅو په کلیوالو سیمو او ولسوالیو کې هم متهمینو ته مدافع وکیلان مهیا کړي.

دا پروژه د دوو کلونو لپاره په پام کې نېول شوې ده او ترهغو به دوام وکړي چې افغان حکومت په خپله مدافع وکیلانو ته د حق الزحمې په ورکړې و توانیږي.

XS
SM
MD
LG