د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د ملا برادر بشپړ ازادیدل غواړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې که ملا برادر ازاد پریښودل شي نو هغه په افغانستان کې د سولې په ټنګیدلوکې ډیر څه کولی شي د همدې له امله د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي چې افغان حکومت د ملا برادر بشپړه ازادي غواړي.

موسی زي وویل:

افغان دولت پدې باور دی چې په هغه صورت کې چې ملا برادر بشپړه ازادي ولري د سولې عالي شورا سره اړیکې وساتلی شي، ځانګړی ادرس ولري،اود سولې د بهیر په چوپړ کې اوسي، کولی شي د افغانستان دخلکو او دولت سره د سولې په پرمختګ کې یو د پام وړ او مهم رول ولوبوي.“

موسی زي د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په مشرئ د حکومت د جوړیدلو وروسته ددغه هیواد له خوا د ملا برادر خوشې کیدل اود افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د نه لاسوهلو په باب د صدراعظم نواز شریف څرګندونې وستایلې وویل چې د کومې ورځې چې پاکستان ملا برادر په زندان کې اچولی افغان حکومت یې د خوشکیدلو غوښتنه کړې خو هغه په پخواني حکومت کې را خلاص نشو .

جانان موسی زي وویل چې د ملا برادر د راخوشې کیدلو اود سولې بهیر پرمسلو به د افغانستان ، پاکستان او برتانیا د مشرانو په درې اړه خیزه غونډه کې هم خبرې وشي.

ټاکل شوې دا درې اړخیزه غونډه د روانې عیسوي میاشتې تر پایه په لندن کې جوړه شي.

موسی زي وویل چې جمهور ریس کرزی به په لندن کې په اسلامي اقتصادي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په وخت پدې درې اړخیزه غونډه کې هم برخه واخلي.

د افغانستان ، پاکستان او برتانیا د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو دجوړیدلو نوښت د برتانیا صدراعظم ډیویډ کامروون کړی دی چې راروانه غونډه یې څلورمه ګډه غونډه ده چې پکې د پاکستان صدراعظم نواز شریف په لومړي ځل برخه اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل دغه خبري کنفرانس کې په کابل کې د جرمني د سفارت د ویزې د څانګې د بیرته پرانستلو خبر هم ورکړ وویل چې اوس دا څانګه بیرته د خلکو پرمخ پرانستل شوې ده.

نږدې یوه هفته دمخه په کابل کې د جرمني سفارت خپله د ویزې څانکه د امنیتي ګواښونو له امله په موقتي توګه وتړله، خو اوس موسی زي وایي دا اندیښنې لیرې شوي دي.
XS
SM
MD
LG