د لاس رسي وړ اتصالات

لومړنی لست د ارگ د سلا او مشورو پرته جوړ شوی

  • همایون شعیب

 د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر نورستانيی

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر نورستانيی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وایي د کاندیدانو لومړنی لست د ارگ د سلا او مشورو پرته په خپلواکه ټوگه جوړ شوی.

د هغه په وینا د ټاکنو په مهالویش کې بدلون ندی را غلی او د کاندیدانو له خوا د حمایتي کارتونو د پیریدو په اړه اسناد نشته.

دغه او د انتخاباتو په هکله نورې څرگندونې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر احمد یوسف نورستاني د امریکا غږخبریال همایون شعیب سره په مرکه کې کړي دي.

د انتخاباتو مهال ویش:

«.. د ټاکنو مهال ویش اوس هم په خپل ځای دی. مونږ غواړو د مهال ویش سره سم حرکت وکړو. ټاکنې د مهال ویش مطابق باید ترسره کړو، صرف مونږ د کاندیدانو لومړنی لست درې ورځې په ځند اعلان کړ. یو دلیل يې دا وه چې د بهرنیو چارو وزارت څخه د دوګوني تابعیت درلودونکو کاندیدانو لست مونږ ته په ځنډ راورسیده. بله خبره دا وه چې د کاندیدانو د اسنادو هر اړخیزه څیړنه باید شوی وای. د هغوې سوابق لیدل شوي وای، نو په دې خاطر درې ورځې د کاندیدانو لومړنی لست په ځند خپور شو.»

ښاغلي نورستاني ددې پوښتنې په ځواب کې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ارګ په سلا مشورو د احتمالي کاندیدانو لومړنی لست ترتیب کړی دی وویل:

«.. دا خو ادعاګانې دي. ډیری داسې نورې ادعاګانې او تهمتونه به هم د کاندیدانو او د هغوې پلویانو له خوا ممکن وشي. خو در ته ویلی شم مونږ د هیچا سره کومه مشوره او سلا نده کړې او د هیچا مشوره مونږ نه منو. دا یو مستقل او بې پرې کمیسیون دی، خپله بې طرفي به ساتو، د افغانستان خلکو ته به دا ثابته کړو.»

د ښاغلي نورستاني په وینا څوک چې په لست کې ندي راغلي هغه د هغوې په اسنادو کې نقص دی، لکه په کارتونو کې، یا يې ولایتونه پوره ندي، یا یې په ولایتونو کې دوه فیصده حمایتي رايې ندي پوره کړي، یا د دوه تابعتونو ستونزه وه. هره فیصله چې کمیسیون کړې، هغه خپلواکه فیصله ده.

د حمایتي کارتونو د پیریدو مسله:

نورستانی: « لکه څنګه چې تاسې اوریدلي، مونږ هم اوریدلي خو مونږ سره اسناد نشته چې د اسنادو په بنا باندې مونږ یې تعقیب کړو.»

د هلمند په شان ولایتونو کې د ځایي خلکو د شکایتونو په هکله چې ښځو ته د انتخاباتي کارټونو د ورکولو لپاره پوره اسانتیاوې نه دي برابرې شوې د کمیسیون رئیس وایي:

«.. موږ کوښښ کړی چې په ټولو ولسوالیو کې د نوم لیکنې درې یا څلور سوه مرکزونه جوړ کړو. په هر مرکز کې دوه ټیمونه، یو د نارینو او بل د ښځینو لپاره کار کوي.»

د ښاغلي نورستاني په وینا په ثابتو مرکزونو کې د څلور میاشتو نوم لیکنې وروسته بیا د نوم لیکنې مبائیل ټیمونه هم جوړ شول، چې هغو لویو کلیوو ته چې هلته امنیت شته، خلک او پولیس د امنیت تضمین وکړي، دا تیمونه هلته د نوم لیکنې له پاره ځي.

د انتخاباتو په وړاندې ستر ازمېیښتونه او چېلنجونه څه دي؟.

نورستانی: «.. زمونږ او په ټولیزه ټوګه د افغانستان د خلکو له نظره یواځینۍ ستونزه چې زمونږ په مخکې ده او مونږ یې (ټکني) کړي یو هغه د امنیت ستونزه ده.»

په هیواد کې دننه د چاپي او تبلغاتي موادو د چاپیدو د غوښتنې په هکله د ښاغلي نورستاني غبرگون:

«.. زه فکر کوم دا خو د هغوی خپل اختیار دي. خو د آیسا غوښتنې ته زه لبیک وایم. دا خو ښه کار دی چې کاندیدان خپلې پوسترې او تبلغاتي مواد په هیواد کې دننه چاپ کړي.»
XS
SM
MD
LG