د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې یوه ښادي په ویر بدله شوه


د غزني په پیښه کې زیانمن شوی موټر
د غزني په پیښه کې زیانمن شوی موټر
په غزني کې د ماین چاودني خونړۍ پېښي د ښادۍ مراسم په غم بدل کړه .
نن ماښام څه باندې پنځه بجې په اندړو ولسوالۍ کې د واده د ورا پر موټر د سړک دغاړي ماین چاو دنې د ۱۴ ښځو په ګډون ۱۸ تنه وژلي او ۵ تنه نور يې ټپیان کړي دي .

د غزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي امریکاږغ اشنا رادیو ته وويل چې په يوه ټونیس موټر کې سپاره د واده د ورا مېلمانه د واده له مراسمو څخه د ستنېدو په حال کې وو چې د عزیز کلا په سیمه کې يې د سپرلۍ پر موټر چاودنه وشول .

.په پېښه کې ۱۴ ښځي ، ۱ ماشوم او ۳ نارینه شامل دي او پنځه واړه ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي .
د غزني د والي مرستیال په پېښه کې ددولت وسله وال مخالفين ګرم وبلل چي دده په وینا ماین يې تازه د لويې لاري پر سر ځای پر ځای کړی وو ،خو خپله هغوی پدې باب کومه تبصره نده کړې .

تر دې یوه ورځ مخکې پرون ورځ د غزني دوالي پر دفتر هم توغندويې برید وشو چې چاته پکښې زیان ونه رسیدی .
تر غزني مخکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سړک دغاړي ماینونو د واده مراسم په خفګان بدل کړي .

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې نن د کابل ښار په هغه برخه کې چې د ارزان قیمت په نوم یادیږي د ماین په چاودنه کې یوه ماشومه وژل شوی او ملي اردو ٥ عسکر ژوبل شویدي. ژوبل کسان تداوی دپاره روغتون ته رسول شویدي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وايي چې وايي چې دا بم چې د ملي اردو عسکر ېې هدف و ،هغه وخت والوت چې کله دغه عسکر خپل رسمي سورلی ته منتظر وو. په چاودنې وژل شوې جلی عمر لس کاله ښودل شوی چې په لاره تیریدله. عیني شاهدان وايي چې بم د سبزي جاتو په ریړه کې ایښودل شوی و.

بلخوا د نورستان ولایت په پارون ولسوالۍ کې د اسماني تندر د پریوتو په نتجه کې ویل کیږي چې دوه پولیس مړه او اووه نور ژوبل شویدي.

بلخوا د کونړ ولایت د مرورې د ولسوالۍ نه خبر دی چې د یاغیانو په یوه حمله کې د یو مکتب شاگرد وژل شویدی.

د ننگرهار ولایت دولتي مامورین وايي چې د دولت دمخالفینو یولس تنو وسلې په زمکه ایښي او د سولې د بهیر سره یو ځای شویدي.
XS
SM
MD
LG