د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: امریکا دې د ټلیفونو د څار سپیناوی وکړي


د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل

د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل

د جرمني د استخباراتو د ادارې چارواکي واشنګټن ته سفر کوي چې د امریکايي چارواکو سره د هغو تورونو په اړه خبرې وکړي چې وايي امریکا په پټه د جرمنیانو تلیفوني مکالمې اوریدلې دي.

د جرمني ورځپانېBild am Sonntag د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر هانس پیټر فریدریک له قوله د یکشنبې په ورځ وویل، چې په پټه د ټلیفوني خبرو اوریدل، په واشنګټن باندې اعتماد ته تاوان رسولی دی.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل وویل: «پکار ده چې اعتماد بیرته رامنځ ته شي. دا پدې دلالت کوي چې دغه [په امریکا باندې] اعتماد په جدي توگه زیانمن کړی دی او د اروپايي اتحاد شورا اوس دغه اندیښنه شریکوي.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر فریدریک Bild am Sonntag ورځپانې ته ویلي دي چې «که چیري امریکا په جرمني کې ټلیفوني مکالمو ته په پټه غوږ نیولی وي نو دوی د جرمني د قوانینو نه سرغړونه کړې ده.»

ښاغلي فریدریک زیاته کړې ده چې دغه به «د جرمني په ملي حاکمیت د نه منلو تیری وي.»

جرمني ورځپانې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې د یو مامور له قوله، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي دي چې په ۲۰۱۰ کال کې دوی ولسمشر اوباما ته ویلي و چې په پټه د جرمني د صدراعظمې د ټلفوني خبرې اوري. ورځپانه ویلي دي چې اوباما اجازه ورکړه چې دغه کار دې ادامه ومومي

د چهارشنبې په ورځ انګیلا مېرکل د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته ټلیفون وکړ او د امریکا د اسخباراتو د ادارې لخوا یې د خپل ټلفوني مکالماتو د څار د تورونو په اړه ورته شکایت وکړ.

د جرمني د صدارعظمې دفتر ویلي دي چې اغلې مېرکل باراک اوباما ته وویل چې که چیري دغه کار شوی وي نو دغه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اعتماد د له منځه تلو مانا ورکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د جرمني د صدراعظمې ټیلفوني خبرې نه څاري او په راتلونکي کې به هم دغه کار و نه کړي. خو سپینې ماڼۍ بیا دا نه دې ویلي چې آیا پخوا د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د انګیلا مېرکل ټلیفوني مکالمې په پټه اوریدلې او که نه.

په امریکا باندې یوازې اروپايي مشرانو اعتراض نه دی کړی، بلکه د نړۍ نورو هیوادونو هم انتقادونه کړي دي.

څه موده مخکې، د برازیل ولسمشرې ډیلما روسیف واشنګټن ته خپل رسمي سفر فسخه کړ او په هغه وینا کې چې د سپټمبر په میاشت کې يې د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ ته وکړه، په امریکا انتقاد وکړ.

د امریکا د ملي امنیت د پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن له خولې ویل شوي دي چې امریکا په پټه د نړۍ د ۳۵ هیوادونو د مشرانو تلفوني مکالمې ثبت کړې دي.
XS
SM
MD
LG