د لاس رسي وړ اتصالات

په عامه ځایونو باندې د بریدونو خلاف د علماوو پریکړه


Qazi Amin Waqad

Qazi Amin Waqad

جهادي مشر او دیني عالم قاضي امین وقاد وايي سیاست او فقه چې یو شي، بیا ځان مرگي حملې مرگې بندیدی شي.

د افغانستان د علماوو شورا یو پریکړه لیک خپور کړیدی چې په جوماتونو، هدیرو، جنازو او په عامو ځایونو باندې حملې د اسلام په مقدس دین کې حرامې دي.

جهادي مشر او دیني عالم قاضی امین وقاد وايي دا ډیره د افسوس خبره ده چې ځانمرگي حملې د دین د علماوو په فتوا گانو پیل شویدي او هغه څوک چې ددې جریان ښکار شویدي، د ځان په خلاصولو نه پوهیږي.

قاضي امین وقاد وایي، هر کله چې شریعت په قوت تطبیق شي، سیاست او فقه دواړه سره یو شي، بیا دا ځان مرگي حملې بندیدی شي.

د قاضي امین وقاد سره د مرکې لومړۍ برخه دلته اوریدلی شئ:

XS
SM
MD
LG