د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانې نجونې او د عکاسۍ د هنر زده کړه


د نجونو د عکاسۍ د هنر نندارتون
د نجونو د عکاسۍ د هنر نندارتون
د آشنا تلویزیون د خبریال د رپوټ له مخې شل تنو ځوانو نجونو د عکس اخیستلو په برخه کې له یوې دورې زده کړو وروسته نن د افغانستان په رسنیو کې د خدمت کولو تکل وکړ.

دغو نجونو چې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې په مرسته د طلوع د کلتوري موسسې له خوا زده کړې ترلاسه کړي دي، نن یې خپلې لاس ته راوړنې د کابل په پوهنتون کې د عکسونو په یو نندارتون کې مینه والو ته وړاندې کړې.

د عکاسۍ نندارتون
د عکاسۍ نندارتون
د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې مسولین وایي د دوی هدف د نجونو د استعدادونو وده او هغوی ته د کار موندنې د زمینې برابرول دي.

ددې مراسمو په ترڅ کې یوې نجونې چې عکسونه یې دلته نندارې ته وړاندې شوي وویل هڅه کوي چې عکسونه یې خلکو ته ښه پیغامونه ولیږدوي.


دا نندارتون نن پرانست شو او اټکل کیږي چې د لړم د میاشتې تر ١۴ پورې دوام وکړي. د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې مولین وایي ډیره هڅه کوي چې دغو نجونو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
په کابل پوهنتون کې د نجونو د عکاسۍ نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:01 0:00


XS
SM
MD
LG