د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې دامریکا پالیسۍ عربستان په غصه کړی


ارشیف: د امریکا او عربستان د بهرنیو چارو وزیران د خبرو په مهال
ارشیف: د امریکا او عربستان د بهرنیو چارو وزیران د خبرو په مهال
له ډیر وخت راهیسې، سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د امریکا یو کلک ملګری هیواد ګنل کیدی. خو داسې معلومیږي چې د سیمې لپاره دې د امریکا په پالیسۍ کې تغیراتو سعودي په غصه کړی وي.

عربستان په دې په غصه دی چې امریکا د سوریې یاغیانو ته د اړتیا وړ وسلې نه دې ورکړي.

د امریکا او سعودي ترمنځ د مصر د سیاسي وضعیت په اړه هم اختلافات شته. سعودي عربستان د مصر د اوسني حکومت، چې پوځیان یې ملاټر کوي، پلوي کوي. خو امریکا بیا د مصر سره، د محمد مرسي د لیرې کیدو نه ورسته، خپلې پوځي مرستې بندې کړې دي

یوه بله موضوع چې د سعودي او امریکا ترمنځ یې اختلاف راپیدا کړي دي، هغه د ایران موضوع ده. سعودي عربستان د خپل لوی رقیب ایران د پوځي قوت په اړه اندیښنه لري. خو امریکا بیا ویلي دي چې تیار دی چې د ایران د اټومي پروګرام په سر خبرې اترې وکړي.

کلیفرډ مي د دیموکراسۍ نه د دفاع د بنسټ مشر وايي:«نښې نښانې خو ښيي چې سعودي په قهر دی، دوی په غصه دي او دوی مایوسه شوي دي او زه فکر کوم چې . . . دلیل یې دا دی چې سمدستې امریکا په منځني ختیځ کې د مشرۍ رول نه لوبوي.»

عربستان شکایت کړی دی چې ولې امریکا یوازې د سوریې د کیمیاوي وسلو په ویجاړولو اکتفا کړې ده او د بشارالاسد د رژیم خلاف یې پوځي اقدام نه دی کړی.

سعودي عربستان حتا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څوکۍ هم رد کړه. دغه هیواد وویل چې دغه کار یې د دې لپاره کړی دی چې دغه شورا په منځني ختیځ کې د لانجو په حلولو کې ناکامه شوې ده.

د منځني ختیځ د چارو کارپوه هاني الجمل وايي: «په اصل کې [عربستان] غواړي چې نړیواله ټولنه په دې وپوهیږي چې یو شتمن هیواد دی، په سیمې کې یو مهم قدرت دی او باید چې د سوریې د بحران په اړه یې خبرو ته غوږ ونیول شي. . . .»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې پوهیږي چې عربستان ولې مایوسه دی خو هغه زیاتوي چې دوی به ګډ کار ته ادامه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي: «او زه په دې قانع شوی یم چې د راتلونکي په اړه موږ یو شان نظر لرو او زه تمه لرم چې په راتلونکي کې به موږ د سعودي عربستان او نورو ملګرو هیوادونو سره ګډ کار وکړو.»

عربستان په دې اړه هم اندیښنه لري چې د امریکا او ایران روابط به ښه شي، په تیره بیا چې د ایران د آټومي پروګرام په اړه دیپلوماتیکي هڅې ډیرې شوې دي او د امریکا ولسمشر د خپل ایراني سیال سره په ټلیفون خبرې هم کړې دي.

ښاغلی مي وايي: «سعودي په سیمې کې د امریکا په مشرۍ اتکا کوي او دوی اوس متبادل قوت ویني. دا دی ایران اوس په سیمې کې برلاسه کیږي او کیدای شي چې په لنډ یا اوږد مهال کې دغه هیواد د منځنې ختیځ په یو داسې قوت بدل شي چې اټومي وسلې ولري.»

کارپوهان وايي چې ډیر وختي دی چې څوک ووایي چې د سعودي غصه د امریکا او سعودي ترمنځ یوه دیپلوماتیکي لانجه ده او که په دوه اړخیزو اړیکو کې د یو لوی اختلاف استازیتوب کوي.
XS
SM
MD
LG