د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا په اروزگان کې خپل ماموریت پای ته رسوي


Uruzgan Australia
Uruzgan Australia

په ترین کوټ کې د نړیوالو ځواکونو په اډې کې په یوې جوړې شوې غونډې کي د استرالیا صدراعظم ټوني اېبټ، د دفاع وزیر ډیویډ جانسټن، د مخالف کارگر گوند مشر بیل شارټن او یو شمیر افغان چارواکو گډون درلود.

په غونډه کې د امنیت مسئولیت له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

په هغې اعلامیې کې چې د استرالیا د صدراعظم د دفتر له خوا خپره شوې، ویل شوي چې هغه څه دپاسه زر استرالیایي سرتیري چې په افغانستان کې مېشت دي، د روان کال تر پاپه پورې به بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.


د روزګان ولایتي چارواکي وايي چې استرالیایي ځواکونو د ولایت د بیارغونې په پروژو او د امنيت په خوندي ساتلو کې ځانگړی رول لوبولی دی او د تېرو دریو کالونو راهیسی یې د پوځي ماموریت تر څنګ د ولایتي بیارغاونې چارې هم پر مخ بیولي دي.

د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د اسټرالیا په مالي لګښت د لویو لارو، ښوونځیو ، دولتي تاسيساتو، هوايي ډګر، او د ګڼو کوچنیو پرو ژو کارونه عملي شوي.

ولایتي چارواکي وايي که څه هم افغان قواوې په دغه ولایت کې د امنيت د خوندیتوب بشپړه وړتیا لري خو د نړیوالو ځواکونو يوه ځانګړتیا دا وه چې د رغنیزو کارونو له لارې يې د امنیت ساتلو ته توجه لرله.

د اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده وايي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د تېرو نهو کالونو په ترڅ کې په اروزګان کې د عملي شویو پروژو په مټ ددغه ولایت د اوسېدونکو په اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG