د لاس رسي وړ اتصالات

د بدني روزنې او المپیک نوي رئیس کار پیل کړ


د بدني روزنې او المپیک د ملي کمیټې نوي رئیس
د بدني روزنې او المپیک د ملي کمیټې نوي رئیس
د المپيک په کمیټه کې د یوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې نوي‌ رئیس د ورزش د پرمختګ لپاره د نورو وړاندیزونو او پلانونو ترڅنګ زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د هیواد د ورزش د ښه پرمختگ په موخه د المپيک کمیټه او بدني روزنه چې په حقیقت کې دوه ځانگړې ادارې دي سره جلا کړي.

د ښاغلي کریم په وینا د فدراسیونونو خپلواکه اعلانول، د المپیکي او غیر المپیکي لوبو د فدارسیونو ترمنځ توپیر، د ځوانانو د ورزش په برخو کې پانګه اچونه، د نجونو د ورزش پرمختګ او په لرو پرتو سیمو کې د استعدادونو پیدا کول یې کاري لومړیتوبونه دي.

د بدني روزنې او المپیک د ملي کمیټې نوی رئیس
د بدني روزنې او المپیک د ملي کمیټې نوی رئیس


هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د معلولینو او معیوبینو ورزش ته به ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو د افغانستان معلولین او معیوبین چې د وګړو لویه کچه جوړوي، ښې لاس ته راوړنې ولري.

بل پوه د المپیک د ملي کمیټې مسولین وايي تر هغې چې کورنیو لوبو ته په اساسي توګه پاملرنه ونه شي او په ټولو ولایتونو کې داخلي لوبې ترسره نه شي، د افغانستان په کچه ورزش ښه پرمختګ نه شي‌ کولای.

د بدني روزنې او د المپیک د کمیټې د مشر کرام الدین کریم په وینا هیڅ یو ورزشي فدراسیون نه شي‌ کولای چې له ورزش څخه سیاسي ګته پورته کړي او له ورزشکارانو څخه په خپلو شخصي ګټو او ټاکنیزو کمپاینونو کې کار واخلي.

له دې وړاندې کرام الدین کریم د فوټبال د فدراسیون د رئیس او د پنجشیر د والي په توګه دنده ترسره کوله.

د بدني روزنې او المپیک د نوي رئیس د کار پیل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00
XS
SM
MD
LG