د لاس رسي وړ اتصالات

د مخابراتو جاسوسۍ، ګوګل او یاهو په غصه کړي دي


سربازان پاکستانی شاگردان مدرسه را از محل حادثه، مدرسه ای در پيشاور، دور می کنند -- ۲۵ آذر (۱۶ دسامبر)
سربازان پاکستانی شاگردان مدرسه را از محل حادثه، مدرسه ای در پيشاور، دور می کنند -- ۲۵ آذر (۱۶ دسامبر)
انټرنیتي لویو شرکتونو یاهو او ګوګل هغو رپوټونو په غصه کړي دي چې پکښې د امریکا د ملي استخباراتو اداره تورنه شوې ده چې په پټه یې هغو مخابراتي شبکو ته لاسرسۍ موندلای دی چې د دغو شرکتونو لخوا د معلوماتو د انتقال لپاره استعمالیږي.

د واشنګټن پوست ورځپانې د چهارشنبې په ورځ یو رپور خپور کړ چې پکښې راغلي دي چې د امریکا د ملي استخباراتو اداره په پټه هغو مخابراتي شبکو ته لاسرسۍ پیدا کړی دی چې د یاهو او ګوګل د انټرنیټي شرکتونو لخوا استعمالیږي.

ورځپانه وايي چې رپوټ یې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې د پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن لخوا د افشا شوو اسنادو او د هغو «چارواکو» د مرکو په اساس، چې په دې اړه «معلومات» لري، جوړ شوی دی.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر، جنرال کیت الکسانډر پرون وویل چې دوی د ګوګل او یاهو سرورونو یا مرکزي کمپیوټرونو ته نه دې داخل شوي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر جنرال کیت الکسانډر وویل: «د دغه کار کول زموږ لپاره غیرقانوني دی. زه نه پوهیږم چې رپوټ څه وايي، خو زه تاسو ته ویلای شم چې موږ د ګوګل سرورونو ته لاسرسۍ نه لرو. د یاهو د سرورونو، او نورو لپاره موږ د محکمې امر ته ضرورت لرو. موږ دوی ته د محکمې امر د اف بي ای له طریقه صادرو. او تعداد یې په میلیونو نه بلکه په زرګونو دی، او تر ډیره بریده د تروریزم خلاف او د نورو [جنايي] مسایلو په اړه دي.»

بل پلو ته، ملګرو ملتونو وايي چې امریکا ورته اطمینان ورکړی چې د دغه سازمان مخابراتي اړیکې نه څاري او په راتلونکي کې به هم دغه کار و نه کړي.

خو د دغه سازمان ویاند مارټن نیسريکي بیا په دې اړه د تبصرې نه ډډه کړې چې آیا مخکې امریکا د ملګروملتونو مخابرتي اړیکې ځارلې او که نه.

د اروپايي هیوادونو نیوکې

د سې شنبې په ورځ، د امریکا د ملي استخباراتو جارواکي کانګریس ته غوښتل شوي وو چې د هغو راپورونو په اړه معلومات ورکړي چې وايي امریکا په پټه د ټلیفوني مکالمو او د انټرنیټي معلوماتو څار کوي. دغه بیا هغه څه دي چې د امریکا ملګري هیوادونه یې په غصه کړي دي.

د اروپايي اتحادیې یو ویاند، چې واشنګټن ته د دغه موضوع په اړه د خبرو لپاره راغلی و، وویل چې کلنو وخت ته اړتیا شته چې امریکا او اروپا په یو بل بیرته اعتماد پیدا کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو رئیس المار بروک وویل: «دا نه شي کیدای چې د جرمني د صدراعظمې او یا نورو اتباعو جاسوسي وشي. په دغه کې نه یوازې مشران بلکه [ټول] اتباع شامل دي. دغه مهمه پوښتنه ده او په دې اړه باید خبرې اترې وشي او زه دا فکر کوم چې د امریکا حکومتي چارواکي هم همدغسې یوه پریکړه غواړي.»

په دې اړه د جرمني د استخباراتو د ادارې یو هییت د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د امریکايي چارواکو سره وکتل. د اوباما اداره ټینګار کوي چې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل ټلیفوني مکالمو ته غوږ نه نیسي او په راتلونکي کې به هم دغه کار و نه کړي.

بل پلو ته، د امریکا د ملي استخباراتو ادارې هغه رپوټونه رد کړي دي چې وايي دوی د واتیکان د ټلیفوني مکالمو څار کړی دی. واتیکان هم ویلي دي چې په دې اړه هیڅ معلومات نه لري. خو په واتیکان کې زاهرین بیا دغسې تورونو په غصه کړي دي.

ايټالوي زاهر امینول کولییا وايي: «زما لپاره دا فرق نه کوي چې د انګیلا مرکل څار وکړي خو د پاپ فرانسس څار باید و نه شي. په پاپ فرانسس کار مه لری. »

جرمني د امریکا او فرانسې نه غواړي چې د روان عیسوي کال تر پایه دې په یوې داسې موافقې سلا شي چې په اساس یې ملګري هیوادونه د یو او بل خلاف جاسوسي و نه کړي.
XS
SM
MD
LG