د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا نه اشتباهات وشول


د افغاننستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابنز
د افغاننستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابنز
د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازي جیمز ډابنز ویلي دي چې که د افغانستان د بحران په ابتدا کې غلطۍ نه وای شوي، نو د ډیرو خلکو ژوند به ژغورل شوی وای.

جیمز ډابنز په لندن کې خبریالانو ته وویل چې هغه فکر کوي چې په ۲۰۰۲ کال کې ځینې غلطۍ شوي. هغه وايي چې یوه غلطۍ دا وه چې تر ۲۰۱۱ کال پورې د روغې جوړې دپاره ټینگې هلې ځلې و نه شوي.

ښاغلی ډابنز وايي چې هغه طالبانو لپاره باید زمینه برابره شوې وای چې غوښتل یې افغانستان ته ولاړ‍ شي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د افغانستان په سیستم کی فعالیت وکړي. هغه وايي چې دا به ډیره ښه وای که هغه وخت دغه هلې ځلې شوي وای.


د جیمز ډابنز په فکر دویمه غلطۍ دا وه چې د کابل نه پرته د افغانستان په نورو برخو کې سوله ساتونکي قواوي ځای پرځای نه شوي.

خو د امریکا د اوهایو د ایالتی پوهنتون استاد ډاکټر علم پایند وایي چې یواځی همدا دوې غلطۍ نه وي بلکه نورې غلطۍ هم شوي دي.

هغه وايي چې د افغانستان د بحران په سر کې
امریکا داسې فکر کاوه چې دوی به په دې ملک کې د روسانو غوندې ستونزو سره مخ نه شي ځکه چې روسان خو یواځې وو او د امریکا سره نړیواله ټولنه او د ناټو غړي هیوادونه همکاره او ملګري وو.

خو پایند صاحب وايي سره د دې چې په پیل کې امریکایانو ته افغانستان پیژندونکو او متخصصینو وویل چې د روسانو د سرنوشت او ماتې نه عبرت واخلي، خو امریکا ته هم د روسانو په شان په پیل کی یواځې کابل مهم ؤ او اطراف او نور ولس مهم نه وو.


please wait

No media source currently available

0:00 0:05:39 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG