د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو علني غونډه


د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو علني غونډه

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو علني غونډه

نن د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په علني غونډه کې له عزیزالله لودین څخه پرته د جمهوري ریاست مقام ته نورو شپاړسو رد شویو کاندیدانو گډون کړی و او خپل شکایتونه یې د سمې ارزونې لپاره دغې کمیسیون ته وړاندې کړل.

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په وینا په لومړني لیست کې د اکثرو کاندیدانو د نه شمول عمده دلیلونه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا ذکر شوي دوه گونی تابعت، د حمایوي کارتونو ستونزه، او د افغانستان په شلو ولایتونو کې د دوه فیصده رائیو په غونډولو کې پاتې راتلل دي.

دا په داسې حال کې دي چې دغه ادعاوې له لیست څخه د محروم شویو ١٧ کاندیدانو له ډلې څخه د شپاړس حاضرو رد شویو احتمالي کاندیدانو له لورې و نه منل شوې او هغوی په دې هکله د پوره څیړنو غوښتنه وکړه.

هغوی وایي چې په څیړنو کې باید د رد شویو کاندیدانو او د مدني ټولنې استازي گډون ولري.

بلخوا د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وایي د اسنادو د څیړلو جلسه ځکه علني ده چي نوماندان د خپل نابریالیتوب په دلایلو پوه شي.

«.. نن مونږ هغه کار پيل کړ چې نه غواړو تصمیمونه نور د پردې تر شا ونیول شي او هغه کسان چې په هکله یې تصمیم نیول کیږي په تیارې کې پاته شي. مونږ هغه بنسټ ایږدو چې هر څوک د خپل حق دفاع وکړي او حق یی تلف نه شي.»

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د څیړنو له مخې حمید الله قادري په دې دلیل له لومړني لیست نه ایستل شوی چې کمیسیون ته یې د منلو وړ ۳۹۰۰۰ حمایتي کارتونه ورکړي وو، خو ښاغلي قادري وایي دا خبره نه مني. نوموړی د انتخاباتو د کمیسیون د منشي خبره په بشپړه توگه ردوي او وایي چې د دوی تخنیکي ټیم ته باید اجازه ورکړل شي چې له کمیسیون سره کښیني.


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا بل رد شوی کاندید داود سلطانزوی په دې تورن شو چې امریکایي پاسپورت لري او د ټاکنو د قانون د ۱۳ مادې د لومړۍ فقرې شرط یې نه دی پوره کړی.

خو داود سلطانزوی د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون نه ګیله من دی چې په ده یې بې مورده تورونه لګولي او د هغه شخصیت یې ترور کړی دی.

«.. تاسو دا سند وګورئ، د امریکې مهر هم وګورئ، ځکه دا مهر سنګي او د امریکا د سفارت مهر دی. په کې لیکل شوي، (په قسم سره د ترک تابعیت اقرارنامه). خو د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ددې ناسمه ژباړه کړي ده. له دی سره سره د امریکا سفارت دوی ته مکتوب هم لیکلی. له هغي ورځې څخه چي ما د نوماندي لپاره فورمه واخیسته نو خپل دوهم تابعیت پریښود، ځکه دا د قانون غوښټنه ده.»

له بلې خوا له لومړني لیست څخه ایستل شوي کاندیدان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون باندې د ډیتابیس د نه لرلو، د حمایتي کارتونو په شمیرلو کې د غلطو ارقامو د ورکولو او د تخنیکي وسایلو د خرابوالي تورونه لگوي.

حتی ځینې دا تور هم لګوي چې د انتخاباتو کمیسیون په قصدي ډول او د ژبني او قومي ملحوظاتو په پام کې ساتلو سره هغوي د لومړني لیست نه حذف کړي دي.

په دې ترڅ کې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون له دغو نوماندانو نه وغوښټل چې خپل اسناد د بیا ځلي څیړنې لپاره دې کمیسیون ته وسپاري او دوی به خپله وروستۍ پریکړه په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG