د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د سوداګرو میرمنو ملي کنفرانس


په دغه کنفرانس کي د یوولسو کالو په اوږدو کې او د تجارت په ډګر کې د افغادن میرمنو لاس ته راوړنی رابرسیره شوې.

د سوداګرو میرمنو د فدراسیون مشره ګلجان زمری وایي سره له دې چې افغان میرمنې د دودیزو او ټولنیزو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ دي خو بیا یې هم په وروستیو کلو کې اقتصادي لاس ته راوړني غټې دي .
ګلجان زمری وای لا هم په سیاسي ډګر کې افغان میرمنوته د ګډون لپاره زمینه پوره نده مساعده.

د ګلجان زمري په وینا " نن سبا محدودې میرمنې خپل شرکتونه او تولیدي منابع لري خو د کرنې او غالیو اوبدلو په برخې کې دا میرمنې د خپل کار د مزد مالکانې ندي."
له بلی خوا هغه ګیله منه ده چي د نړیوالو مرستو سره سره د ښخو د ژوندانه د لاښیګني لپآره اغیزمن کار ندی شوی .

" افغانستان خپلو اهدافو ته د رسیدو لپآره کافی بشري منابع نه درلودې او اوس یی هم نه لري. د اقتصاد په ډګر کې د سیالیو لپآره د افغان میرمنو ظرفیت کافي نه وو لا هم ندی ، د ښځو لپآره د ظرفیتونو لوړول یواځې د تریننګونو او غونډو په اډانه کې محدود پاته شو. په بهرنیومرستو کې د ناهمغږیو شتون دا مرستې بی اثره کړي دي او بهرني مشاورین په خپله د علمي مشورو د ورکولو ظرفیت نه لري یا ځینی داسې مشاورین هم لیدل شوي چي تحصیلی درجه هم نه لري. "

د سودا ګرو میرمنو د فدراسیون مشره وایی د لسو کالو را پدیخوا یی افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته د میرمنو لپآره د پانګې اچونې د یو صندوق وړاندیز کړې خو تر دې دمه نه افغان حکومت او نه هم نړیوالي ټولني دې کار ته پام اړولې.
هغه د میرمنو د سوداګرۍ د لاپراختیا لپاره دا وړاندیزونه لري .

" دیو بشپړ سوداګریز مرکز جوړول ، د سوداګرو میرمنو لپآره د یو دایمي نندارتون جوړول ، له یوی متخصصې مرجع نه د سوداګرو میرمنو مالی سمبالښت، د پورونو اخیستو او د لږ سود سره د هغو پیسو بیرته سپارل او له تولید نه تر مارکیټه پوري د سوداګرو میرمنو د کار ملاتړ.
د دغه یو ورځڼي کنفرانس په څنډه کې افغان میرمنو د خپلو سوداګریزو توکو یو نندارتون هم جوړ کړی وو.

په دغه نندارتون کې له ګاڼو نه نیولي بیا تر جامو ، خوراکي توکو او د څرمنو نه جوړ شوي شیان ننداري ته ایښودل شوي و .

یوه سودا ګره میرمن وایي داخلي او بهرنیو بازارونو ته یی لار موندنه غټه ستونزه ده.
" په افغانستان کې ځانګړی ځاي نشته چی زموږ جوړ کړي توکي خرڅ شي.له دولت نه غواړو یو ځانګړی مارکیټ دی میرمنو لپآره جوړ کړي څو زموږ جوړ کړي شیان په اسانه خرڅ شي. "

د سوداګرو ښخو د مجتمع مشره کبرادستګیر زاده وایي افغان حکومت تر دې دمه د افغانانو لپآره بنسټیز کارونه ندي کړي.

خو د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندې وال وایي د دیرشو کالو په اوږدو کې یې د لومړي ځل لپآره افغانستان لپآره اقتصادي پالیسي جوړه کړې چې د بنستیزو پروژو جوړولو ته هم پکې ځای ورکړل شویدی.

" مونږ د تیرو اتو میاشتو په اوږدو کې د افغانستان اقتصادي پالیسی جوړه کړې چې زموږ د ټولني اړتیاوی منعکس کوي. په تیر کې بهرنۍ پالسیۍ موږته ترجمه کیدې خو دا زموږ د اړتیاوو بیانونکي نه وې.

د اقتصاد وزیر وایي د دغې اقتصادي پالسیۍ په پلي کولو سره به یی هیواد له واردونکي او مصرفونکی هیواد نه په یو تولیدی هیواد بدل شي .
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG