د لاس رسي وړ اتصالات

مجددي: د قضايي صلاحیت په وړاندیز غور کوو


دلوېې جرگې نشان
دلوېې جرگې نشان
د مشورتي جرګې د چمتوالي د کمیسیون رئیس حضرت صبغت الله مجددي وايي د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي تړون کې د قضايي صلاحیت د لانجمنې مسلې د حل لپاره په یو وړاندېز غورکوي. دهغه په وینا امریکايي لوری سره هم پرې غږیدلې دی.

صبغت الله مجددي د امریکا غږ آشنا راډیو د خبریال نصیر فیاض سره په یوې ځانګړې مرکه کې ددغه وړاندیز د جزئیاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.

هغه وویل غواړي خپل دا وړاندیز د راتلونکې مشورتي لویی جرګې له غړو سره شریک کړي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي تړون کې یوه مسله چې لا تر اوسه پرې دواړو خواوو موافقه نه ده کړې، د دوه زره او څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کیدو په صورت کې ددغو عسکرو د قضايي مصونیت مسله ده.

که څه هم امریکا وايي چې د قضايي مصونیت مسله اصلآ مطرح نه ده، بلکې د قضايي صلاحیت مسله مطرح ده.

ځکه چې مصونیت په هغه صورت کې واقع کیدی شي چې د کوم عسکر د جرم په صورت کې هغه ته سزا ورنه کړل شي. ښاغلی مجددي هم همدغسې فکر کوي.

ښاغلی صبغت الله مجددي ددې وړاندیز په هکله چې که چیرې له ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې کوم امریکايي سرتیری د افغانستان د قوانینو له مخې ګرم وګڼل شي نو په امریکا کې به محاکمه شي، هغه وویل چې دا هم یو وړاندیز دی چې پرې خبرې کیدی شي.

مجددي د امریکا سره د امنیتي تړون لاس لیک کول خورا مهم ګڼي او وايي چې که چیرې دا تړون لاس لیک نه شي دې او د افغانستان خلک به په دې اړه د ولسمشر کرزي څخه ځواب وغواړي.

دی وايي چې اصلآ د مشورتي‌ لویې جرګې جوړیدو ته اړتیا هم نه وه، ځکه چې د ښاغلي مجددي په وینا د افغانستان خلکو امریکا سره د امنیتي تړون د لاس لیک په اړه د پریکړې واک په تیره مشورتي جرګه کې ولسمشر کرزي ته ورکړی وو .

خو زیاتوي چې ولسمشر کرزی غواړي دا پریکړه په یوازې سر ونه کړي بلکې ولس هم په دې مسله کې شریک کړي.

نوموړی وايي چې که چیرې افغانستان امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک نه کړي نو دا هیواد د خپلو عسکرو تنخوا هم نه شي‌ ورکولای.

ښاغلي مجددي د مشورتي لویې جرګې د مرستیالۍ له دندې د ښاغلي ‌حامد ګیلاني د ګوښه کیدو په پریکړه خواشیني څرګنده کړه او وویل چې د لورونې له مخې یې ښاغلی ګیلاني د خپل مرستیال په توګه ګمارلی وو . او که نه د هغې په وینا ډیر زیات کسان د مرستیالۍ لپاره دې ته واسطې کوي.

مجددي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په هکله د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې بې ځای بولي او وایي چې افغانستان کې نا امني ددغو هیوادونو په ګټه هم نه ده. هغه د مثال په ډول د پاکستان د ناامنیو یادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG