د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د لسیزو راهیسې ورک هنري اثار موندل شوي


چارواکو د مونشن د ښار په یو اپارتمان کې د هنري اثارو ۱۵۰۰ توکي موندلي دي چې د ۷۰ کلنو راهیسې ورک وو.
چارواکو د مونشن د ښار په یو اپارتمان کې د هنري اثارو ۱۵۰۰ توکي موندلي دي چې د ۷۰ کلنو راهیسې ورک وو.
په جرمني کې رسنۍ وايي چې په ۲۰۱۱ کې چارواکو د مونشن د ښار په یو اپارتمان کې د هنري اثارو ۱۵۰۰ توکي موندلي دي. په دغو اثارو کې د مشهورو هنرمندانو لکه پيکاسو او ماتېسي هنري آثار هم شامل دي. دغه اثار د ۷۰ کلنو راهیسې ورک وو.

د یکشنبې په ورځ د جرمني د فاکس (Focus) مجلې رپوټ ورکړ چې د مونشن اوسیدونکي کورنیلس ګارلیت ته دغه ورک شوي هنري اثار د پلار نه ورپاته وو. د هغه پلار د یو موزیم رئیس و او د نازیانو لخوا په دنده ګمارل شوي و چې دغه نایابه اثار د جرمني نه دباندې خرڅ کړي خو هغه دغه اثار د ځانه سره وساتل.

د جرمني د حکومت یو ویاند سټیفن سیبرت د دوشنبې په ورځ وویل چې فدرالي حکومت به د ځايي څارنوالانو سره مرسته وکړي او څیړونکي به ورولیږي.

ښاغلي سیبرت د فاکس د مجلې رپوټ رد نه کړ، خو دغه راپور یې تایید هم نه کړ. هغه وویل: «موږ دوه میاشتې مخکې د دغه قضیې نه خبر و او دغه یې علت و چې موږ [په دې اړه] معلومات خپاره کړل او موږ هڅه کوو چې د کارپوهانو په برابرولو سره مرسته وکړو

کارپوهان وايي چې د یهودیانو نه نازیانو د معاصر هنر شاووخوا ۲۰ زره هنري توکي په زوره اخیستي وو. په دغو آثارو کې یو شمیر یې اوس هم لادرکه دي.

رویدېګر مهلو د یهودیانو د اموالو د مطالبې د سازمان استازی دی، هغه وايي: «د ګارلیت قضیه دا معلوموي چې د نازیانو په وخت کې په منظمه توګه د موزیمونو او نورو شخصي ګالریو نه، چې اثار یې د یهودیانو وو، هنري اثارغلا شوي دي.

ښاغلی مهلو وویل: «دغه د دې ښکارندويي کوي چې د هنري کارونو په کاروبار کې شفافیت نه شته، دا ځکه چې هغه اثار چې ګارلیت خرڅ کړي دي د هغه د ملکیت په اړه څیرنې نه دې شوي. دغه دا هم ښيي چې په ۲۰۱۱ کال کې دغه اثار موندل شوي خو دا دی ایله اوس یې په اړه معلومات خپریږي.»

د فاکس (Focus) مجلې رپوټ ورکړی چې دغه اثار په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال وموندل شول چې د ګمرکاتو مامورینو د سویس او مونش ترمنځ په اورګاډي کې د مساپرو سره د نغدو پیسو مقدار معلومول.

چارواکو د ګارلیت سره چې ۸۰ کلن و په زرګونو یورو، چې ارزښت یې ۱۲ زره ډالره کیده، پیدا کړي. هغه دغه پيسې د سویس په ګالرۍ باندې د یو اثر د خرڅولو له لارې ترلاسه کړي وي.

د دغو هنري اثارو ارزښت، چې د ګارلیت په اپارتمان کې پیدا شوي دي، یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

ښاغلی مهلو وايي چې د هر هنري اثر باید پلټنه وشي تر څو اصلیت یې معلوم شي او بیا د ورکو شوو اثارو په لست کې شامل شي.
XS
SM
MD
LG