د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د ملي امنیت درې کارکوونکي وژل شوي


په خوست ښار کې د چاودنې ځای
په خوست ښار کې د چاودنې ځای
په خوست ښار کې يوې بمي چاودنې د ملي امنيت درې تنه کارکوونکي وژلي او د ملکيانو په ګډون يې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

د ريموټ کنترول دغه بمي چاودنه نن غرمه مهال دوولس بجې د خوست ښار د بلندمنزلو په سيمه کې د ملي امنيت د کارکوونکو پر يوه رينجر موټر شوې ده.

د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان امريکا غږ ته وويل، چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ملي امنيت د کارکوونکو پر موټر چول شوي دي.

بريالي روان وويل، په دې چاودنه کې د ملي امنيت درې تنه کارکوونکي ځای پر ځای وژل شوي او دوه دوه ژوبل دي او دغه راز شپږ ملکيان هم ټپيان شوي دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې چاودنه زوروره وه او له امله يې يو شمېر نظاميان او ملکيان په ټپي حالت کې لېدلي دي.

په خوست کې د بابري ګل په نوم د يوه خصوصي روغتون ډاکټران وايي، چې تر چاودنې وروسته دوی ته شپږ ملکيان او دوه تنه د ملي امنيت کارکوونکي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي، خو د دوی د روغتيايي وضعيت په اړه يې څه ندي ويلي.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسووليت پرخپله غاړه اخيستی دی. د دې ډلې يو تن وياند خبريالانو ته ويلي، چې په ياده شوې چاودنه کې د ملي امنيت پنځه کارکوونکي وژلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په خوست ښار کې د ناامنۍ پېښو زور اخيستی دی.

دوه ورځې مخکې هم د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې اووه ملکيان ټپيان شوي وو. دغه په تېرو څو ورځو کې د ناامنيو په نورو پېښو کې يو شمېر کسان وژل شوي دي.

د بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې په کابل کې یې د سید حبیب الله په نوم د هلمند ولایت یو اوسیدونکې چې غوښتل یي په کابل کې یو لوړپوړې چارواکې ووژني د ځانمرکې واسکټ سره نیولې دي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG