د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: اسرائیلي او فلسطیني مشران باید سختې پریکړې وکړي


په تیرو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د فلسطیني او اسراییلي چارواکو سره لیدلي دي
په تیرو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د فلسطیني او اسراییلي چارواکو سره لیدلي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ اردن ته ولاړ او هلته به د فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره وګوري. په تیرو څو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې جان کېري د فلسطیني مشر سره ګوري.

ښاغلي کېري د اسرائیلي چارواکو سره هم د ځو ځلي لیدلي دي. سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف دا دی چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو کې بن بست ختم کړي.

پرون، د اسرائیلو د ولسمشر شیمون پیرس سره د خبرو په مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سولې د موافقې لپاره اسرائیلي او فلسطیني مشران باید یو لړ سختې پریکړې وکړي.

ښاغلي کېري وویل: « د صدراعظم نتنیاهو او ولسمشر محمود عباس سره د نننیو خبرو په اساس، زه په دې قانع شوی یم چې دغه کارناممکن نه دی. د کیدو امکان یې سته. دواړو مشران باید یو لړ سختې تاریخي پریکړې وکړي. زه په دې قانع یم چې دغه پریکړې په بشپړه توګه د دوی د هیوادونو په ګټه دي، د اسراییلو او هغه هیواد چې د فلسطین په نامه به وي.»

اسرائیلو ولسمشر ښاغلي پیرس هم د جان کېري په شان عیني نظر څرګند کړ. هغه وویل چې شخړه، چې د لسیزو راهیسې دوام لري، سم انتخاب نه دی.

ښاغلي پیرس وویل: «مشران، ډیر شمیر یې، چې پکښې د فلسطیني ادارې ولسمشر هم شامل دی، په دې پوهیږي چې بله لاره نه شته. زموږ لپاره بله متبادله لاره نه شته، چې د سولې د راوستلو سبب شي. یو انتخاب دا دی، چې بیرته جګړه د سره پیل شي، نفرت د سره خپور شي. خو د سولې لپاره بیا، د دوو هیوادونو د جوړیدو [د پلان] نه علاوه بله متبادله لاره نه شته.»

په خبرواترو کې بن بست

ټاکل شوې ده چې د اپریل د میاشتې په اخري ورځو شپو کې، د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ خبرې پای ته ورسیږي. که څه هم دغه خبرې اترې د بن بست سره مخ دي خو امریکا اوس هم خبرو ته هیله منده ده او وايي چې د خبرو اترو هدف دا دی چې د سولې یوه موافقه وشي.

په خبرواترو کې، چې درې میاشتې مخکې پیل شوي دي، کوم خاص پرمختګ نه دی راغلی او دواړو خوا په یو بل باندې مذاکراتو ته د تاوان رسولو تورونه لګولي دي.

د تیرو دوو کلنو راهیسې، ښاغلي جان کېري د اسرائیلي او فلسطیني چارواکو سره ګوري او هڅه کوي چې د دواړو ترمنځ د سولې یوه موافقه وشي.

فلسطیني چارواکي شکایت کوي چې اسرائیلي چارواکي په هغو سیمو کې یهودیانو ته کورونه جوړوي چې ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کې د فلسطین د هیواد برخه شي.

ښاغلي نتنیاهو بیا د چهارشنبې په ورځ د خبرواترو په اړه تشویش څرګند کړ. هغه په فلسطینیان تور ولګوی چې د هغه په قول «مصنوعي بحران» جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا یو ځل بیا د امریکا دریځ تکرار کړ چې وايي د نوو کورونو جوړول «غیرقانوني» دي. خو هغه وویل چې دی هوډمن دی چې د سولې د راوستلو هڅو ته باید چانس ورکړل شي.

د اردن نه ورسته به ښاغلی کېري متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. هغه به همداراز الجزایر او مراکش ته هم سفر وکړي.
XS
SM
MD
LG