د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې د حکیم الله محسود تر وژل کیدو وروسته، دغې ډلې ملا فضل الله خپل نوی مشر ټاکلی دی. ویاند وایي دا پریکړه نن د هغوي شورا کړیده. ملا فضل الله د سوات په درې کې د طالبانو یو "ظالم " مشر ؤ چې په ملا راډیو هم هم مشهور دی.

سره لدې چې په لومړي سر کې داسې ویل کیده چې ښایي د پاکستاني طالبانو د غورځنګ تر منځ د خپل مشر په ټاکلو کې اختلافات پیدا شویدي خو طالبانو د خبرې رد کړې او مطبوعاتو ته یې وویل چې د جمعې تر ورځې پورې به د غورځنګ نوی مشر معرفي کړي.

داسې هم ویل کیده چې د مشرتابه لپاره په پنځو کسانو غور کیده چې مولوي فضل الله، سید خان مشهور پر سجنا، شیخ خالد حقاني، عمر خالد خراساني او حافظ سعید پکې شامل و. دې ډلې عصمت الله شاهین خپل سرپرست وټاکه خو نن یې یوه ویاند اعلان وکړ چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله د نن نه وروسته د هغوي د غورځنګ مشر یا امیر دی.

مولوي فضل الله څوک دی؟

فضل الله د یوسفزیو د بابکرخیلو د ټبر پورې اړه لري او په 1974 میلادي کال کې د سوات په درې کې زیږیدلی. هغه د " تحریک نفاذ شریعت محمدي " د ډلې د بنسټ ایښودونکي صوفي محمد زوم دی. خو کله چې په 2002 میلادي کال کې د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف پدې ډلې بندیز ولګاوه او صوفي محمد یې ونیوه، مولوي فضل الله د " تحریک نفاذ شریعت محمدي " د ډلې مشر شو.

مولوي فضل الله په هماغو دیني مدرسو کې زده کړې کړیدي چې د خسر لخوا یې رهبري کیدلي. که څه هم چې تر ډیره وخته د مولوي فضل الله ډلې د یوې خپلواکه عنصر په صفت فعالیت کاوه خو کله چې په 2007 کال کې پرویز مشرف د لعل په مسجد پوځي عملیات وکړل، هغه د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د پخواني مشر بیت الله محسود سره لاس یو کړ او هغه یې خپل امیر ومانه.

په سوات کې فعالیتونه:

د شاوخوا څلور زره او پنځه سوو ملیشو پر مټ چې په وسلو سمبالې وې، مولوي فضل الله وکړای شو چې د سوات د درې په تقریباً کلیو او بانډو کې خپل حکومت جوړ کړي. محکمې یې جوړې کړې او پدغو سیمو کې یې د حکومت د نفوذ مخه په بشپړه توګه ډب کړه. خو کله چې د پاکستان پوځ د سوات په درې کې د دې ډلې پر ضد پراخه پوځي عملیات پیل کړل، داسې ویل کیږي چې مولوي فضل الله افغانستان ته پښې سپکې کړلې او د هماغه ځای نه یې د خپلې ډلې د فعالیتونو بندوبست کاوه.

د پاکستان پوځ او ملکي ادارو څو څو ځله افغان حکومت او امریکا ته شکایت کړی ؤ چې د په سرحدي سیمو کې دې د مولوي فضل الله فعالیتونه مهار کړي. پاکستان ادعا کوله چې " مولوي فضل الله د خپلو ملګرو سره د کنړ او یا نورستان ولایتونو په اړوندو سیمو کې پټ شویدي او هڅه کوي چې د " دیر د درې له لارې یو ځل بیا سوات ته راشي. "

د 2012 کال د جون په میاشت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوه ویاند هم دا خبره تائید کړه چې مولوي فضل الله په کنړ کې دی او د رویټرز خبري اژانس هم په یوه رپوټ کې ویلي ؤ چې هغه د نورستان په ایالت کې دی او د پآکستان او افغانستان د اوږده سره شاوخوا شل کیلو مټره سیمه یې په کنترول کې ده.

ملا راډیو:

مولوي فضل الله په 2006 کال کې د سوات په درې کې د ایف ایم یوه راډیو هم جوړه کړه چې د همدې لارې یې کوښښ کاوه خلکو ته د شریعي نظام په اړه معلومات ورکړي . غټ غټ لاسپیکرونه به په لاریو موټرو او موټر سایکلونو کې ایښودل کیدل او د سوات په لارو کوڅو کې به یې د هغو کسانو نومونه هم اخیستل چې د طالبانو لخوا ورته سزا ورکول کیده. همدا وجه وه چې مولوي فضل الله د " ملا راډیو " په نامه شهرت پیدا کړ.

هغه په خیبر پښتونخواه په ایالت کې د ګوزڼ د واکسین سره کلک مخالفت درلود او ادعا یې کوله چې لویدیځوال د همدې لارې کوښښ کوي د مسلمانو نسل کم کړي. او دا یې د مسلمانو په خلاف د یهودانو او مسیحانو یوه دسیسه ګڼله.
مولوي فضل الله د سوات په درې کې په موسیقۍ، نڅاګانو، سي ډي ګانو او د موسیقۍ په نورو آلاتو سخت بندیز وضع کړی ؤ او سرغړونکو ته به یې درنه سزا ورکوله.

د 2009 کال د جنوري په میاشت کې د ډان ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي ؤ چې د مولوي فضل الله ډلې د سوات په درې کې د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي، په رپوټ کې ویل شوي ؤ چې د 4 سوه په شاوخوا د نجونو ښوونځي تړل شوي ؤ. او هغه ښوونځي یې په بمونو والوزول چې د بندیز نه یې سرغړاونه کړې وه.

داسې ویل کیږي چې د هغه په دوران کې په ټول سوات کې لږ تر لږه 170 حکومتي ودانۍ او ښوونځي یا په بم الوزول شوي ؤ او یا ورته اور اچول شوی ؤ.

په مولوي فضل الله دا تور هم دی چې د سوات په درې کې د نجونو د تعلیم مبارزې، ملالۍ یوسفزۍ د وژلو امر هم هغه ورکړی ؤ.

د پاکستان سره د سولې خبرې:

سره لدې چې په 2007 میلادي کال کې د مولوي فضل الله ډلې د پاکستان د پوځ سره د لنډې مودې لپاره د اوربند اعلان وکړ او په همدې سره هغه وتوانید چې د ملاکنډ په سیمې کې شریعي نظام حاکم کړي خو د طالبانو سرپرست مشر عصمت الله شاهین د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې " زمونږ د نوي مشر تر ټاکل کیدو وروسته د پاکستان د حکومت سره د سولې خبرې هیڅ امکان نلري"

د بي بي سي یوه خبریال چې د مولوي فضل الله سره یې په 2009 کال کې د تیراه په درې کې کتلي دي وایي: " د شریعت د نافذولو په مسلې کې هغه ډیر جدي دی او ځان د یوه جنګیالي په پرتله ډیر مذهبي مشر او عالم ګڼي. هغه ډیر سخت دریزه او جدي شخصیت لري "
XS
SM
MD
LG