د لاس رسي وړ اتصالات

په لسو کلونو کې ۷۲ فیصده مخدره مواد په سویل کې کرل شوي


هارون رشید شیرازد او په کابل کې د یو این او ډي سي مرستیاله اشیتا میټل

هارون رشید شیرازد او په کابل کې د یو این او ډي سي مرستیاله اشیتا میټل

د افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزي د اداري یوه ګډه سروي ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې افغان حکومت له مخدره موادو سره په مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

په تېرو لسو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې د پالیسو، ستراتيژيو او اقداماتو د ارزونې راپور چې د شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو، ښيي چې افغان حکومت له مخدره موادو سره په مبارزه کې یوازې د کوکنارو د کښت او کر په ختمولو کې پاتې راغلی دی خو د مخدره موادو د قاچاقبرو د نېولو، د مخدره موادو په ضبط، د معتادینو په درملنه کې بریالی وو.

راپور چې د یو این او ډي سي په ملتیا برابر شوی، ښيي چې په څلورو ولایتونو کندهار، ارزګان، فراه او هلمند کې د تېرو لسو کلونو دوه اویا په سلو کې د کوکنارو کښت شوی دی، دا هغه ولایتونه دي چې چارواکي یې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو لامل ناامني ګڼي.

راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د جي ډي پي څلور په سلو کې برخه ناقانونه عواید تشکیلوي.

دا راپور وايي په تېرو لسو کلونو کې د مخدره موادو د قاچاقبرو او موادو د نېولو په برخه کې لوی لاسته راوړنې وې، څه باندې درې زره قاچاقبر یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې نیول شوي دي چې له دغې ډلې پنځه سوه یې لوی قاچاقبر دي، اته په دغو لویو قاچاقبرانو کې داسې دي چې لوی کاروبار یې درلود، له دغې جملې دوه سوه او څلور اویا یې د منځنۍ کچې قاچاقبر او پاتې نور بیا د ټیټي کچې دي.

راپور د معتادین درملنې په برخه کې د افغان حکومت اقدامات ستایلي، چې معتادینو درملنه له یوه فیصد نه پنځه اشاره نهو فیصدو ته لوړه شوي، پدې ترتیب هر کال په افغانستان کې نېږدې یو ویشت زره معتادین تر درملنې لاندې نیول کیږي.

خو راپور د معتادینو د مخدره موادو د استعمال د مصرف په اړه اندېښنه ښودلې، درې سوه ملیونه ډالر هر کال معتادین په مخدره موادو لګوي.

راپور وايي، افغان حکومت اوه اتیا فیصده خلکو ته عامه پوهاوي رسولی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال هارون رشید شیرازد وویل، دوی د پالیسو او ستراتيژيو بیا کتنه کړې ده او راتلونکې ته به هغه نیمګړتیاووې ډکوي چې په تېرو لسو کلونو کې یې لرلي دي.

ښاغلي شیرزاد وویل :

‪"‬د نشه يي توکو په ضد ستراتيژي مرور شوه، مونږه د نوې مبارزې لپاره اماده یو، لس کاله تېر شول، په بنسټونو باندې مونږ کار وکړ، په اسنادو باندې مو کار وکړ، په ظرفیتونو باندې مونږ کار وکړ، دغه نتجه زمونږ د هلو ځلو وه، راتلونکې مبارزه د راتلونکو څو کلونو لپاره مونږه نوي روشونه په لاره اچوو.‪"‬

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې بیا د افغان حکومت لاسته راوړنې مهمې وګڼلې او د تحول په لسیزه کې یې له مخدره موادو سره د مبارزې د لا جدي کولو ټینګار درلود.

په افغانستان کې د یو این او ډي سي مرستیالې اشیتا میټل وویل، افغان حکومت سره پدې مبارزه کې لا زیاتې مرستې وشي، خو د یو این او ډي سي په ویناء اداري فساد لا هم له مخدره موادو سره په مبارزه کې لویه ننګونه ده.

مېرمن اشیتا میټل وویل:

‪"‬د افغانستان د حکومت هڅې د قدر وړ دي، له یوه لوی ګواښ سره چې د مخدره موادو مبارزه مخه ده، هغه په هیواد کې د زیاتو په فساد ککړو ادارو شتون دی، دا ګواښ په یوازې سر افغانستان نه شي کولی بلکې سیمیزې همکارۍ ته اړتیا لري.‪"‬

خو له دې لاسته راوړنو ترڅنګ د کوکنارو د کر او کښت په اړه د یو این او ډي سي نوې سروې چې ژر به خپره شي، په افغانستان کې د کوکنارو په کر او کښت کې زیاتوالی ښودلی دی، که څه هم نوې سروې نده خپره شوې، خو د مخدره موادو د وزارت مرستیال وویل، دا زیاتوالی چې د کوکنارو په کر کې راغلی ددې معنی نه ورکوي چې افغان حکومت بریالی ندی.
XS
SM
MD
LG