د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو په باب د ټولو شکایتونو پلټنه شوي


نادر محسني
نادر محسني
د انتخاباتي شکایتونو خپلواکه کمیسیون وایي چې ټول هغه شکایتونه چې په مرکز او ولایتونو کې دغه کمیسیون سره د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتې بهیر په باب دیو شمیر کاندیدانو او د خلکو له خواثبت شوي وه د انتخاباتي شکایتونو خپلواکه کمیسیون له خوا ارزول شوي او په باب به یې ژر پریکړه اعلان شي.

د انتخاباتې شکایتونو خپلواکه کمیسیون ویاند نادر محسني امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې اوس دا کمیسیون د کاندیدانو د وروستي لست په ترتیبولو کار کوي.

نادر محسني وویل چې په تیرو دوه هفتوکې د انتخاباتې شکایتونو خپلواکه کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په باب ۶۰۰ شکایتونه ارزولي دي.

نادر محسني وویل چې ځینو هغو کاندیدانو ورته داسې د رايې ورکولواصلي کارتونه هم ښودلي دي چې د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون له خوا نه دي منل شوي.

نادر محسني د کاندیدانو په لومړني لست کې د بدلون په باب وویل چې دا لا د وخت نه دمخه ده چې پدې باب څه ووایي.

ټاکل شوي چې د انتخاباتې شکایتونود خپلواکه کمیسیون له خوا د ارزونې وروسته به د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستي لست د عقرب د میاشتې په ۲۵ اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG