د لاس رسي وړ اتصالات

په داسې وخت کې چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر سبا په رسمي توګه پای ته رسیږي د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دا بهیر به په هغو سیمو کې چې په ځنډ سره پیل شوی، دوام وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کیمسیون ویاند نور محمد نور وايي که څه هم د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر زیات بریالی وو ، خو دا مني چې په ځینو ولسوالیو کې د امنیتي‌ ستونزو له کبله د نوم لیکنې بهیر نه دی ترسره شوی.

ده زیاته کړه که چیرې امنیتي ځواکونه ورته ډاډ ورکړي چې د نوم لیکنې بهیر په نا امنه سیمو کې خوندی وي، دوی په ژرتر ژره هغه سیمې هم تر پوښښ‌لاندې راولي.

همدا راز په ځینو سیمو کې د نوم لیکنې بهیر نا وخته پیل شوی چې زیات شمیر ادارو په تیره د ښځو چارو وزارت ددغه بهیر د غځیدو غوښتنه کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي: « دا بهیر نه تمدیدیږي، موږ د خپل پلان سره سم مخکې ځو، خو په ځینو کلیو او ولسوالیو کې موږ دغه بهیر نا وخته پیل کړی چې موږ خپل پنځه څلویښت ورځینی پلان په دغو سیمو کې بشپړوو او واجدو کسانو ته به د رایې ورکونې کارتونه وویشل شي.»

د ښاغلي نور په وینا، د ولایتونو په کچه د رایې ورکونکو د نوم لیکنې بهیر به د حمل تر میاشتې پورې دوام ولري او هغه کسان چې تر اوسه یې د رایې ورکونې کارتونه نه دي اخیستي، هغوی به یې هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي چې په پیل کې د رایې کوونکو د نوم لیکنې بهیر زیات ښه وو ، که څه هم ددغه بهیر پر وړاندې امنیتي خنډونه وو چې یو شمیر په شرایطو برابرو کسانو د رایې ورکوونې د کارتونو په ترلاسه کولو نه دي توانیدلي.

د ده په وینا د څیړونو له مخې د افغانستان په اتو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله په شرایطو برابرو کسانو د رایې ورکوونې کارتونه نه دي ترلاسه کړي.

د ښځو لپاره د نوم لیکنې د سیار پروګرام د وخت تمدیدل

ښاغلي ایوب زاده غواړي چې د نوم لیکنې د سیارو ټیمونو وخت و غځول شي. د ده په وینا په هغو سیمو کې چې خلکو د رایې کوونې کارتونه نه دي‌ ترلاسه کړي حق یې تلف شوی دی او امکان لري چې د ټاکنو په بهیر باندې منفي اغیزه ولري.

دی زیاتوي موږ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندیز کوو چې د امکان په صورت کې دغه بهیر په تیره ښځو لپاره تمدید کړي، ځکه ډیرې ښخې چې په شرایطو برابرې دي، د رایې ورکوونې کارتونه یې نه دي اخیستي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ د چارواکو په وینا یوازې هغه ښځې توانیدلې چې کارتونه ترلاسه کړي چې له کور څخه د بهر تللو اجازه لري.

د ښاغلي ایوب زاده په وینا باید د ټاکنو کمیسیون ښځو لپاره ځانګړی پروګرام درلودی تر څو ښځو په زیاته کچه د رایې ورکوونې کارتونه ترلاسه کړی وای.

خو په ځینو سیمو کې چې د نوم لیکنې د بهیر کارکوونکي ښځې نه وې، ښځو پکې ونډه نه ده اخیستې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم مني چې په ځینو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ دي، خو کوښښ کوي چې د ټاکنو د ترسره کیدو پورې دغه ستونزې اوارې کړي.

د یادولو وړ ده چې د نوم لیکنې بهیر د جوزا په پنځمه نیټه پیل شوی او په دریو پړاونو کې کې له ترسره کیدو وروسته به سبا پای ته ورسییږي، خو په ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر به د راتونکي کال د حمل تر دویمې نیټې پورې دوام ولري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه لږ تر لږه درې میلونه کسانو د رایې ورکوونې کارتونه ترلاسه کړي چې پکې یو میلون ښځې هم شاملې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د حمل یا وري په شپاړسمه نیټه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG