د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مفتش: «یو ډالر باید هم بې ځایه مصرف نه شي»


د «سیگار» له مرستیال جان الویس سره د آشنا تلویزیون مرکه
د «سیگار» له مرستیال جان الویس سره د آشنا تلویزیون مرکه
د افغانستان د بیارغاونې دپاره د امریکا د ځانگړی عمومي مفتش اداره «سیگار» وایي، دوی دنده لري چې په افغانستان کې د امریکایانو د مالیاتو د ډالرو د بې ځایه مصرفیدو، جعل کارۍ او فساد مخه ونیسي.

د آشنا تلویزیون همکار ایوب خاورین دا موضوع او یو لړ نور مسایل د سیگار له مرستیال رئیس جان الویس څخه پوښتلي دي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې له ٢٠٠٢ کال راهیسي امریکا په افغانستان کې څومره ډالر په پرمختیایي چارو لگولي دي او ایا مالومه ده چې څومره ملکي او څومره نظامي مرستې یې کړي دي؟ ښاغلی الویس وایي:

«هو، له دوه زره دویم راهیسي، امریکا په افغانستان کې ٩٦ میلیارده ډالر په پرمختیایي چارو لگولي دي او ددې پیسو تر نیمایي ډیرې په امنیتي ځواکونو مصرف شوي دي. پاتې نورې پیسې په مختلفو سکتورونو، لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، بشري مرستو، د فساد او مخدره موادو پر ضد په مبارزه او همداسې نورو چارو لگول شوې دي.»

په دې هکله چې ډیرمالي فساد د بیارغاونې په جارو کې شوی او که په نظامي مرستو کې؟ نوموړی وایي ټولو شاو خوا سل میلیارده ډالرو ته گوري چې د افغانستان د بیارغاونې په چارو لگول کیږي، او د مالي فساد د یادونې هدف یې په هغو مرستو کې فریب کاري، ضایع کیدنه، او غلط استعمال وي چې د افغانستان د بیارغاونې د پاره ټاکل شوي وي. هدف نظامي مصارف نه دي.

د امریکا د ځانگړي عمومي مفتش د ادارې له مرستیال سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:32 0:00
ښاغلی الویس دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د مرستو څومره برخه د افغانستان د حکومت له لارې مصرفیږي؟ وایي:

« تر اوسه ډیرې پیسې د امریکا د مرستندویه ادارو د قراردادیانو له لاري مصرفیږي. خو امید شته چې که د افغانستان حکومت یو شمیر مشخص شرایط پوره کړې، پنځوس فیصده کومکونه به د افغانستان د حکومت له لارې مصرف شي. ... دغه موضوع موږ په ډیر دقت څارو ځکه موږ غواړو مطمین شو چې تر مصرف وړاندې په دې پیسو د کنترول بشپړ مکانیزم موجود وي.»

د افغانستان د روعتیا وزارت په هکله د «سیگار» څرگندونې

د افغاسنتان د روغتیا وزارت سره د امریکا د پرمختیایي ادارې د ٢٣٦ میلیونه ډالري پروگرام کې ستاسي لخوا د مالي فساد د موجودیت راپور، ددې وزارت او د یو اس اېډ د چارو لخوا په کلکه رد شو. تاسې څه وایئ؟

« وگورئ، «سیگار» د شواهدو پر بنسټ رپوټ خپروي. رپوټ دا په ډاگه کوي چې د مالي چارو د کنترول او مراقبت سیستم موجود نه وو او باید وای. موږ همدا ویلي دي. دویمه خبره موږ دا کړې وه چې د ٢٣٦ میلیونه ډالرو مدرک معلوم نه وو. زموږ په رپوټ کې ویل شوي دي چې د هر کار تر پیلیدو وړاندې باید د مصارفو مدرک او د مالي سیستم کنترول موجود وي. موږ نه دی ویلي چې دا پروگرام دې قطع شي او یا دا چې دا پروگرام مهم نه دی، بلکې موږ یوازي دومره ویلي دي چي مالي کنترول او د پروگرام مصارف تر پوښتنې لاندې وو.»

جان الویس په دې چې ویل کیږي «سیگار» په خپلو رپوټونو کې د افغاسنتان د بیارغاونې د چارو یو ډیر منفي او ناهیلی انځور وړاندې کوي او د ښو کارونو یادونه نه کوي، وایي:

« د افغاسنتان د بیارغاونې د مفتشانو عمومي ریاست «سیگار» د جعل کاري او د پیسو د ضیاع د مخنیوي په موخه جوړ شوی او ډیزاین شوی دی. موږ همدا کار کوو. زموږ هدف د منفي خبرونو خپرول نه دي. اصلي موضوع دا ده چې هغه پیسې چې د افغاسنتان د بیارغاونې د پاره افغانستان ته ځي، هغه په سمه توگه مصرف شي. موږ د یو اس ایډ او د باندنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې خپل تر ټولو بریالي پروگرامونه دې را په نښه کړې چې په رپوټ کې یې ځای کړو. خو دوی تر اوسه دا کار نه دی کړی.»

د افغانستان د لوی څارنوالۍ سره د سیگار همکاري:

د افغاسنتان حکومت هم د مالي فساد پر ضد د مبارزې ریاست لري. ستاسې د «سیگار» اداره د افغاسنتان د حکومت له دې ادارې سره څه ډول اړیکې لري؟

« واقیعت دا دی چې موږ د افغانستان له لوی څارنوالۍ سره ډیرې نژدې همکارۍ لرو. څه موده وړاندې په لومړي ځل، د سیگار یوه مفتش د افغاسنتان په یوه محکمه کې خپل تحقیقات وړاندې کړل او د همدې کس په شاهدي یوه کس ته د مالي فساد په جرم سزا واورول شوه. موږ نژدې همکاري لرو.»

ښاغلي الویس د افغانستان سره د امریکا د بیارغاونې په چارو کې د مرستو د دوام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي:

« په دې اړه زموږ اندیښنه دا ده چې ایا موږ به د امریکایي پروژو څار او بررسي وکولی شو او که نه، دغه مرستې چې راتلونکې شا اوخوا لس کاله به نور هم دوام کوي. د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به هغه سیمې چې موږ عملاً ورتلی او کتلی شوای، ورځ په ورځ کمیږي. زموږ اداره، «سیگار» داسی لارې چارې لټوي چې په راتلونکې کې څنگه خپل کار ته ادامه ورکړای شي.»
XS
SM
MD
LG