د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان میرمنو په راتلونکې د واشنگټن یوه مهمه غونډه


د جورج ټاون پوهنتون غونډه

د جورج ټاون پوهنتون غونډه

په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، ددې هیواد د بهرنیو چارو پخوانۍ وزېرې هیلري کلینټن او د پخواني جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش میرمنې لارا بوش برخه اخیستې وه.

دې مراسمو ته نور لوړپوړي امریکایي او نړیوال شخصیتونه، د امریکا او افغانستان حکومتي استاځي او د ملکي ټولنو ځینې غړي هم ورغلي وو.

« د امریکا ـ افغانستان د ښځو شورا » په ٢٠٠٢م کال کي تاسیس شوه او مقر یې د جورج ټاون په پوهنتون کې دی.

دغه شورا د امریکا او افغانستان د حکومتونو، خصوصي سکتورونو، علمي او اکاډمیکو فعالیتونو او د غیر حکومتي سازمانونو ترمنځ اړیکې ساتي او د افغاني میرمنو او ماشومانو سره د مرستي او ملاتړ لپاره د نوښتونو په را منځ ته کولو کې مهم نقش لوبوي.

ددې شورا مشري د جورج ټاون د پوهنتون د رئیس، د ښځو د نړیوالو مسلو لپاره د امریکا د استاځي، او د بهرنیو چارو د وزیر او د افغانستان د ښځو د چارو د وزیري په غاړه ده او همداشان میرمن لارا بوش او میرمن هیلري کلینټن یې افتخاري مشرانې دي.

دغه شورا په افغانستان کې د اړتیاو اوضرورتو د معلومولو چارې هم تر سره کوي او کوشش کوي هغه تر یوې اندازې پورې حل کړي.

د جمعې د ورځې غونډې ته مېرمن لارا بوش په خپلې وینا کې وویل:
«دا ډېره مهمه ده چې مونږ د هغو ټولو پروگرامونو ملاتړ ته ادامه ورکړو چې مونږ یې په تېرو لسو کلونو کې بنسټ ایښی.»

مېرمن بوش چې د باندنیو چارو پخوانۍ وزېرې هېلري کلنټن څنگ ته ناسته وه، زیاته کړه:

«مونږ افغانانو ته باید ډاډ ورکړو چې داسې فکر ونکړي چې د پوځونو له ایستلو سره سره زمونږ پام هم بل لور ته اوړي. زه په دې اندېښمنه یم چې زمونږ د پوځونو له وتلو وروسته به هیڅ څوک افغانستان ته پام ونکړي»

د باندنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن هم د مېرمن بوش له خبرو سره همغږې شوه او ویې ویل
«مونږ باید دې خبرې ته لومړیتوب ورکړو. مونږ باید په ټینگې ارادې سره د وسایلو د انتقال لپاره په گډه کار وکړو، او هغو خلکو ته یې وسپارو چې له مخه لا په اغېزمنه توگه د وسایلو د کارولو او د ښو نتیجو د ترلاسه کولو سابقه لري»

ښاغلي کېرې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې یادې کړې او زیاته یې کړه چې دا به ډېره د خواشینۍ خبره وي که چېرې نړۍ افغانستان دې ته پرېږدي چې د لسو کلونو لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ شي.

«کله چې مونږ د افغانستان د راتلونکي په هکله فکر کوو نو هغه ازمېښتونه مو هیر نه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي. دا یو مهم وخت دی، ډیرې افغان مېرمنې چې ما ورسره لیدلي داسې اندېښنې لري چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې کېدای شي له مینځه ولاړې شي»

که څه هم د ښځو ستونزې او راتلونکې د غونډې مهم ټکی خو په غونډې کې د افغانستان په انتخاباتو او نورو موضوعاتو پراخ بحثونه وشول.
XS
SM
MD
LG