د لاس رسي وړ اتصالات

دلویې جرګې خیمې ته نږدې په چاودنه کې ۶ تنه ووژل شول


دلویې جرګې خیمه
دلویې جرګې خیمه
یوه ځانمرګي برید کوونکي د شنبې په ماځیګر په ۳:۲۰ دقیقو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون دروازې ته څیرمه د لویې جرګې خیمې سره نږدې خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر وچاوه.

دکورنیو چارو د وزارت د ویاند صدیق صدیقي په وینا په دغه چاودنه کې د دوو پوځیانو په ګډون ۶ کسه وژل شوي او ۲۲ کسه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي امریکا غږ ته وویل جې برید کوونکي خپل موټر د ملي دفاع وزارت له یوې واسطې سره جنګولی دی او چاودلی دی.

د جنرال عظیمي په وینا په دې پیښه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي دي. ددغه برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .

له تیرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د لویې جرګې د خیمې سیمه او شاوخوا سیمې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ساتل کیږي او د ښار په ګڼو سیمو کې تلاشي هم ترسترګو کیږي.

ټاکل شوې چې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې مشورتي لویه جرګه له امریکا سره د امنیتي تړون د لاس لیکېدو په هدف جوړه شي.

XS
SM
MD
LG