د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په خوست کې ۲ تنه غله وژلي دي


ارشیف
ارشیف
وسله والو طالبانو په خوست ولايت کې دوه تنه، چې وسله والې غلاوې يې کولې، تېره شپه وژلي او نن سهار يې مړي د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په يوه هديره کې موندل شوي دي.

په سيمه کې د امريکاغږ خبریال ابراهيم رحيمي د راپور له مخې د خوست امنيې قوماندان فيض الله غيرت ويلي، چې په دې دوو کسانو کې يو تن د ملي اردو پخوانی عسکر و، خو اوس يې په وسله والو غلاوو لاس پورې کړی و.

قوماندان غيرت ويلي، چې له دغو وژل شوو کسانو سره په څنګ کې يو ليک هم تر لاسه شوی، چې په هغه کې يې ليکلي، چې ( د غلاوو انجام به دا وي).

د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې دغه کسان دوی قصاص کړي، ځکه، چې خلک به يې ناحقه ځورول او لارې به يې شکولې.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د خوست په صبريو ولسوالۍ کې يو شمېر کسان، چې وسله وال غله بلل کېده، وژلي وو.

د يو بل خبر له مخې د پکتيکا په مېټاخان ولسوالۍ کې د موټرو په يوه پارکېنګ بمي چاودنه شوې، چې له امله يې د ښوونځي درې ماشومان ټپيان شوي دي.

طالبانو د چاودنې مسووليت او د پوليسو د وژنې ادعا يې کړې ده، خو د والي وياند مخلص افغان وايي، چې نور زيان نلري.
XS
SM
MD
LG