د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دویمه لوبه هم وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې دویمه لوبه هم وګټله.
دا ځل افغانستان د پاپوي ني ګیني هیواد سره لوبه درلوده. پچه هم پاپو ني ګيني وګټله او په ټاکل شویو شلو اورنو کې یې د شپږو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د افغانستان لوبډلې ته د 167 منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ته د دې هدف پوره کول ډیر ګران نه و. د باران له وجې لوبه دشلو اورونو پر ځای 7 اورونو ته راټیټه شوه او افغان لوبډلې ته په 7 اورونو کې د 69 منډو هدف ورکړل شو.
د هیواد ملي لوبډلې وکړای شو چې یوازې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره د سیالې لوبډلې هدف ورپوره کاندي. افغانستان د دې لوبې په ګتلو سره اوس څلور پواینټه لري.

د توپ اچونې په برخې کې تر ټولو ښه لوبه سمیع الله شینوارې وکړه. شینواري په څلورو ارونو کې درویشت منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.
خو په بیټنګ یا توپ وهنې کې بیا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي ښه وځلید. هغه په دوه ویشتو توپونو کې شپږ دیرش منډې جوړې کړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.
افغانستان بله لوبه د همدې میاشتې په شلمې نیټې د برموډا سره لري چې تازه معلومات به یې د امریکا غږ راډیو او همدرانګه زمونږ د ویب پاڼې او فیس بوک د پاڼې نه تاسو وګورئ او واورئ.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG