د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست مقام لپاره یو بل کاندید هم زیات شو


د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي په جنګي جنایاتو کې لاس لرل، قتل، اختلاس ،اداری فساد او د ځمکو غصب هغه مسایل وو چې له مخې یې د یو شمیر کاندیدانو نومونه د لیست نه ایستل شویدي.

د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو خپلواک کمیسیون وایي د کاندیدانو د اسنادو د څیړنو لپاره یی شفافیت په پام کې ساتلې دي .د دغه کمیسیون چارواکي وايي د ولسمشرۍ لپاره یی د نوماندانو په لیست کې یو تن ورزیات کړی هم دی.

د کمیسون مشر عبدالستار سعادت وایي " د کاندیدانو ۱۰۵۶ اعتراضونه یې اوریدلي دي او د دلایلو تر اوریدو پس يې د کاندیدانو لومړني لیست ته یی د یو تن د ورزیاتیولو فیصله کړې ده"

هغه زیاتوي" د ډیرو تحقیقاتو وروسته، د جمهوري ریاست په برخه کې مونږ یو بدلون راوستی ، خو د ولایتي شورا ګانو لپاره مونږ ۱۱۶ مورده بدلونونه لرو چی ۷۶ مورده یې بیرته لار موندلې او ۴۰ مورده نور هغه کسان وو چې تحصیلي اسناد یې نه لرل. "

دانتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون مشروایي "د اسنادو دا ارزونه د پوره شفافیت سره تر سره شوی ده "
" پرته له دې چې مونږ د چا تاثیر لاندې راشو او پرته له دې چې د چا فرمایش ومنو که څه هم چي هیچا جرآت ونه کړ مونږ ته فرمایش راکړي خو که استثناً هم چا دا کار کړی وي ، مونږ ندی منلی. "

دا اعلان ۲۲ ورځې پس له هغه کیږي چې د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ د نوماندانو لومړنې لیست اعلان کړو .سعادت وایي هغه کسان چې په اسنادو کې يي تذویر کړی وو، هم عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندلی دی .

د اسنادو د تذویر تر څنګ هغه څه چې په اړوند یي د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانوله نوماندانو نه ډیری شکایتونه ثبت شوي ول ، هغه په جنګي جنایاتو کې لاس لرنه، قتل ، اختلاس ، اداری فساد او د ځمکو غصب وو چی د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون مشر وايي

" له دې کبله چې د دوي د محکومولو لپآره يي د محکمې حکم نه درلود نو دوي يي لوېې څآرنوالۍ ته ورپیژندلي دي څو تر عدلي تعقیب لاندې راشي ."
په هغه صورت کې چې دوي د محکمی له خوا په قطعي حکم سره محکوم شي نو د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون به یی په هره مرحله کی چی وي له لیست نه حذف کړي .

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وايي که څه هم دا لیست نهایي دی خو د ټآکنو تر ورځې به د نوماندانو په اړوند شکایتونه اوري او په اړوند به یی تصمیم نیسي.

" دا سمه ده چې دا لیست وروستی دی خو مونږ په قانون کې داسې مورد هم لرو چی موږ به حتا د نهايي لیست نه هم هغه کسان حذف کړو چی دوه ګونی تابعیت ولري ، تحصیلي اسناد يي ستونزه ولري ، یا جرمي سابقه لري.مونږ به يي د تاکنو تر ورځی پوري هم حذف کړو.
.
که څه هم چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ لیست ته د ورزیات شوي نوم نه روښانوي خو داسې ګنګوسې هم شته چې دغه نوم د داوود سلطان زوی نوم دی .
د تاکنو د کمیسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق امر خيل وايي د نوماندانو د وروستي لیست د اعلان سره به دا روښآنه شي چی لومړني لیست ته یو نوماند څنګه او په کومو دلایلو ورزیات شو.

" نن د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون رسماً د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته هغه اسناد ولیږل چې پس له برسیو یي خپلې فیصلې اورولي دي. مونږ هيله لرو چی سبا به د انتخاباتو کمیسیون نهایي لیست اعلان کړي او په هغه کې به جوته شي چې د دغه شخص د اسنادو ستونزه څنګه وه ."

د انتخاباتو د کمیسیون د وینا له مخې به سبا د ولسمشرۍ د نوماندانو نهایي لیست اعلام شي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG