د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: ایران په څرګنده د امنیتي تړون مخالف دی


جمهور رئيس کرزي مشورتي لويې جرګې ته د وینا په مهال

جمهور رئيس کرزي مشورتي لويې جرګې ته د وینا په مهال

ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويې جرګې غونډي ته په خپلې افتتاحي وینا کې وویل چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په سر يې د ګاونډیو په ګډون د نړۍ د سترو او د اسلامي هیوادونو له چارواکو سره سلا مشوري کړي دي.

حامد کرزی په خپله وینا کې وویل چې روسي، چین او هندوستان ورته د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو سلا ورکړې ده خو ایران ورته په ډاکه ددغه تړون په باب خپل مخالفت څرکند کړی دی.

ولسمشر کرزي د پاکستان په هکله وویل چې دغه هیواد په ظاهره د تړون د لاسلیک سره موافق دی. هغه په خپله وینا کې وویل چې له امریکا سره به امنیتي تړون تر ټاکنو وروسته هغه مهال چې امن تثبیت شوی وي لاسلیک کړي.

ښاغلي کرزي وویل :

‪"‬که چېرې تاسې موافقه وکړه، چې دا قرارداد وشي، نو باید چې امریکا له مونږ سره متعهده شي، ددې ترمخه چې تاسې دا قرارداد ومنئ او شورا تصویب کړ، نو قرارداد دې هلته امضاء شي چې زمونږ انتخابات شوي وي، په سمه او عزت، امن مو تثبیت شوی وي، او لاره مو سمه روانه وي، نو مونږ یو میعیاد غواړو، که چېرې تاسې موافقه او شورا و منله نو مونږ یو میعیاد غواړو چې کار په خیر شي."‬

ولسمشر د جرګې له برخوالو و غوښتل چې د تړون په هره برخه دي ژور غور وکړي او ویې ویل هغه مسئله چې افغان حکومت له امریکا سره تر وروستي حده پرې بحثونه کړي دي، د کورونو تالاشي او د عملیاتو اجازه ده، ولسمشر وویل چې امریکا ترې غوښتي په هغه حالت کې چې په دوی برید وشي او یو عسکر یې یرغمل شي باید حق ولري چې د خپل عسکر دفاع وکړي.

ولسمشر په خپلې وینا کې زیاته کړه چې دغه مسئله ددې لامل شوه چې له امریکا یې وغوښتل چې د تړون لاسلیک کول بل منتخب حکومت ته پرېږدي. ولسمشر دا هم وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ورسره منلې وه چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به لیک ورته ولیږي، او نن سهار د امریکا ولسمشر اته بجې لیک ورلېږلی. ولسمشر کرزي دغه لیک د امریکا د ولسمشر له اړخه ضمانت وګاڼه او د لیک یوه برخه یې داسې ولوسته:

‪"‬د امریکا متحده ایالات سرتیري د نظامي عملیاتو د اجراء په مهال د افغانستان د خلکو کورونو ته نه شي داخلېدی، یوازې د استثنی په مواردو کې چې هغه هم فوق العاده حالات وي او د امریکا اتباع تر خطر لاندې وي. ‪"‬


د ولسمشر کرزي د ویناء په مهال یوه میرمن پورته شوه او د نظامي عملیاتو د استثنی په تړاو یې په څرګنده مخالفت وکړ چې د جرګې نورو غړو دغه میرمن د ایران لاسپوڅې وګڼله، خو ولسمشر په غبرګون کې وویل چې دا میرمن حق لري چې خپل نظر ورکړي هغه د جرګې برخوالو ته وویل چې که د قرارداد مخالف دي د دې معنی نه لري چې د ایران یا پاکستان لاسپوڅي دي او دغه راز هغه څوک چې د قرارداد پلوي دي هغوی هم د امریکا ګوډاګیان نه دي.

ولسمشر کرزي وویل چې دا تړون دي د افغانستان د منافعو پر اساس ارزیابي شي.



د دوه زره او پنځه سوه غړو نه جوړه مشورتي جرګه د پنجشنبې د سهار په لس نیمو بجو د لويې جرګې په تالار کې په پولیتخنیک کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې پيل شوه.

ولسمشر له امریکا سره د امنیتي تړون بشپړ توضحیات ورکړل او د جرګې له غړو یې وغوښتل چې داسې پرېکړه وکړي چې د افغانستان منافع پکې خوندي وي. هغه وویل د افغانستان ټول ملت ددې جرګې پرېکړو ته منتظر دی.

ولسمشر کرزي وویل امریکايي او نړیوال ځواکونو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د اجازې په اساس په افغانستان کې حضور درلودی او له راتلونکي کال وروسته به دوي د افغانانو توافق غواړي چې پاتې شي.

هغه وویل د قرارداد شرط سوله او امنیت دی او د تېرو دوولسو کلونو تجربو یې ورته مالومه کړې ده چې سوله د امریکا په لاس کې ده او راوستی یې شي.

ولسمشر کرزي وویل که امریکا سره دا تړون نه وي د ناټو او ایساف ټول غړي هیوادونه له افغانستان وځي.
XS
SM
MD
LG