د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او امریکا د دوه اړخیز تړون عمده ټکي


Thousands of people gather at Republique Square in Paris, France, Jan. 11, 2015.
Thousands of people gather at Republique Square in Paris, France, Jan. 11, 2015.

د امنیتي او دفاعي تړون متن وروسته له هغې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ چې جان کېري د دوه اړخیز تړون د متن د بشپړیدو خبر ورکړ.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون متن وروسته له هغې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپور شو چې د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ددې دوه اړخیز تړون د متن د بشپړیدو خبر ورکړ.

د امریکایي ځواکونو پوځي عملیات
ددې تړون د دوهمې مادې په لومړې فقره کې راغلي دي چې کابل او واشنگتن په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینگښت، د ترهگرۍ سره د مبارزې او ددې هیواد د اساسي قانون په بنسټ د کورنیو او بهرنیو گواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان د پیاوړتیا په لوړولو کې د یو بل سره نژدې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د موافتنامې ددې فقرې په اساس، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د هر ډول محاربوي عملیاتو ترسره کول د دواړو خواو له موافقې پرته منع دي. همداشان امریکایي سرتیري به دا حق نه لري چې د پوځي عملیاتو په مقصد جوماتونو او نورو سپیڅلو اماکنو ته داخل شي.

که افغانستان باندې برید وشي او یا په برید باندې وگواښل شي، کابل او واشنگټن ښایي ددې ډول تهدید په وړاندې د پوځي اقدام په گډون لازم اقدامات ترسره کړي.

دایمي پوځي اډې
د دې تړون د خپور شوي متن په اساس امریکا په افغانستان کې د دایمې پوځي اډو په لټه کې ندی او نه هم امریکا د داسې شتون غوښتونکی دی چې د افغانستان د گاونډیانو دپاره گواښ وي.

د افغان ځواکونو روزل او تجهیز
د امریکایي ځواکونو له خوا د افغان پوځ روزل، سلا مشورې ورکول، تجهیز او د دوي تقویه د افغانستان او امریکا ترمیځ د امنیتي تړون یوه مهمه برخه ده.

کابل او واشنگتن تائیدوي چې د ناتو د سازمان د معیارونو په بنسټ د افغانستان د دفاعي ظرفیتونو لوړول ددې هیواد په گټه دي.

د امریکایي عسکرو قضايي صلاحیت
په دې تړون کې د افغان او امریکایي مقاماتو ترمنځ یو تر ټولو د اختلاف وړ تکې د امریکایي عسکرو په اړوند د قضایي صلاحیت موضوع ده چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی دا مسله لوې جرگې ته سپارلې ده.

ددې توافقنامې په دیارلسمه ماده کې راغلي چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو "د جنایي او مدني تیریو د ارزونې لپاره د قضایي صلاحیت پلي کول" د امریکا د متحده ایالاتو "ځانگړی حق" دی خو د ضرورت په صورت کې متحده ایالات کولای شي د خپلو ځواکونو په وړاندې قضایی محکمه او دسپلیني اقدامات د افغانستان په خاوره کې ترسره کړي.

د ٢٠١۴ کال څخه وروسته د امریکایي عسکرو شمیر
په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کیدو مسله څو څو ځلې د امریکایي او افغان مقاماتو ترمینځ په واشنگټن کې او هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندانانو له خوا مطرح شوې ده، خو ددې تړون په مسودې کې د هغو عسکرو شمیر نه دي یاد شوي چې د ٢٠١۴ کال څخه وروسته به په افغانستان کې پاتې شي.

د کال ٢٠١۴ وروسته د امریکایي عسکرو د ځای پر ځای کیدو سیمې
کابل، بگرام، مزار شریف، هرات، قندهار، هلمند، گردیز، جلال اباد او شیندند هغه سیمې دي چې ددې تړون په متن کې د امریکایي عسکرو د ځای پر ځای کیدو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

تر څنگ به ېي امریکایي عسکر د کابل ، بگرام، قندهار او شیندند د هوایي ډگرونو نه د خپل تگ راتگ دپاره استفاده کوي. د تورخم، سپین بولدک، تورغندي، حیراتان او شیرخان ځمکنیز بندرونو څخه هم کار اخستیلی شي.

د مالېې ورکولو څخه معافیت
د دې تړون د مسودې په اساس امریکایي ځواکونه د پوځیانو او ملکي کارکوونکو په گډون په افغانستان کې د مالېې د ورکولو څخه به معاف وي.

د سیاسي فعالیتونو څخه ممانعت
د دې تړون دریمه ماده دا حکم کوي چې د پوځي او ملکي کارکونکو په گډون ټول امریکایي عسکر به د افغانستان قانون ته درناوی کوي او په افغانستان کې دننه د هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه به ډډه کوي.

که چېرې ددې تړون مسوده د مشورتي لوې جرگې له خوا تائید او د افغانستان د ملي شورا له خوا تصویب شي، د کال ٢٠١٥ د جنوري د میاشتې د لومړی نېټې څخه د ٢٠٢۴ کال تر پایه پورې به دا تړون نافذ وي. د امنیتي تړون د پلي کولو د څار دپاره د دواړو هیوادونو د اجرائیوي استازو په مشرۍ د یو گډ کمسیون د جوړولو وړاندیز هم شوی دی.
XS
SM
MD
LG