د لاس رسي وړ اتصالات

هیڅ کمېټې امنیتي تړون رد نه کړ


ارشیف
ارشیف
د مشورتي لويې جرګې پنځوسو ټولو کمیټو له امریکا سره امنیتي تړون تائید کړ او هیڅ یوې کمېټې هم دغه تړون رد نه کړ خو د یو لړ تعدیلاتو غوښتنه یې وکړه .


د جرګې په څلورمه ورځ له غرمې مخکې د پنځوسو کمیټو رئیسانو د خپلو کمیټو
کاري فعالیتونه وړاندې کړل او له امریکا سره یې د افغانستان په امنیتي
تړون کې یو لړ تعدیلات وړاندې کړل.

د جرګې ټولو کمېټو په یوه ټکي ټینګار کړی وو چې دا تړون دې ددې عیسوي کال
تر پایه لاسلیک کړي او ژر دې ملي شورا ته د تصویب لپاره ولیږي.

دیني ارزښتونه

دیني ارزښتونو ته احترام، فرهنګي، کلتوري او د عنعنو درنښت کول ددغه تړون
لپاره د اکثریتو کمیټو په سپارښتنو کې شامل ول، د لسمې کمېټې رئیس وویل
چې د افغانستان عادات، رسومو، دیني ارزښتونو ته دې د احترام ترڅنګ
امریکايي ځواکونه هیڅ ډول داسې فعالیتونه و نه لري چې د افغانستان د دیني
ارزښتونو او دودونو سره په ټکر کې وي.

قضائي صلاحیت

د امنیتي تړون دیارلسمه ماده د امریکايي عساکرو د قضائي صلاحیت مسئلې ته
اشاره کړې ده، د کمیټو درئیسانو د تعدیلاتو د اورولو په مهال ددغه صلاحیت
په تړاوو متفاوتې سپارښتنې لرلې، ځېنو کمیټو دغه صلاحیت امریکايي محاکمو
ته ورکاوه خو د افغان مدافع وکیلان، د متضررینو د استئناف غوښتنې او د
محاکمې تر پایه د عدلي تعقیب د جديت غوښتنه یې کوله.

ځینو کمیټو بیا د قضائي صلاحیت چې د امریکايي عدلي ارګانونو سره په
امریکا کې وي، مخالفت کاوه، د اتلسمې کمېټې رئيس د جرګې عمومي غونډې ته
وویل چې ددغې کمېټې نه اووه غړي د اعتراض په ډول د کمېټې له کارونو ووتل
او د دیارلسمې مادې مخالفت یې کاوه، دوی غوښته چې امریکايي عسکر چې د کوم
جرم مرتکب کیږي نو باید په افغانستان کې محاکمه شي، که څه هم په هره
کمیټه کې پنځوس غړو برخه لرله خو د اتلسمې کمېټې مشر وویل چې پدغه کمیټه
کې اووه دېرشو غړو برخه اخېستې وه.

ځینو کمیټو بیا په جرم د مرتکبو امریکايي عساکرو محاکمه د افغانستان په
خاوره کې په هغو نظامي اډو کې چې امریکايي عساکرو سره به وي د محاکمې
غوښتنه کوله، دوی ویل که امریکايي عسکر په افغانستان کې په کوم جرم مرتکب
کیږي نو د باګرام په نظامي اډه کې دې محاکمه شي ددغو کمیټو استدلال دا وو
چې له دې سره به افغان متضررین د لاس رسي اسانتیاوې ولري.

ځینو کمیټو بیا د مشترک عدلي او حقوقي کمیسیون د جوړښت غوښتنه کوله.

د زیان او خسارې د جبران غوښتنه د اکثریتو کمیټو په سپارښتنو کې وه.

نظامي عملیات

ځینو کمیټو د هوايي او ځمکني عملیاتو د بندولو غوښتنه کوله ځینو بیا د
شپې د عملیات د بندیدو غوښتنه کوله، د دریمې کمېټې مشرې وویل د عامو
خلکو په کورونو باندې د بهرنیو ځواکونو عملیات باید په قطعي ډول بند شي.

د دوه څلوېښتمې کمېټې رئيس وویل چې که کله پېښه مشهوده وي ، امریکايي
عسکر یرغمل شوی وي او امریکايي اډې تر برید لاندې وي دفاع کولی شي خو د
افغان ځواکونو په ملتیا او دغه ملتیا یې شرط ګڼلی دی.

ځینو کمیټو د القاعدې، ترهګرۍ او د ترهګرۍ پورې د تړلو افرادو د تعریف غوښتنه کوله.

دفاع

ځینو کمیټو وړاندیز درلود چې که کله افغانستان د کوم بهرني هیواد تر برید
لاندې راځي نو امریکايي ځواکونه دې افغان ځواکونو ملتیا وکړي او د ملتیا
ترڅنګ کاملا تجهیز هم کړي.

هستوي او بیولوژیکي مواد

ډیریو کمیټو د هستوي او بيولوژیکي موادو او اسلحو د نه استعمال شرط
وړاندې کړی وو او دا سپارښتنه یې کوله چې امریکايي عساکر او ځواکونه نه
شي کولی کیماوي موادو کاروي.

یوولسمې کمېټې وویل چې هستوي مواد باید استعمال نه شي.

د امنیتي ځواکونو تجهیز

ډیریو کمیټو د افغان ځواکونو د تقويي ترڅنګ د تړون په متن کې ذکر شوی دی
د تجهیز غوښتنه هم کوله او ولسمشر ته یې سلا ورکړه چې پدغه متن کې دې د
تجهیز کلمه هم ورسره زیاته کړي.

قراردادونه

ډیریو کمیټو په خپلو سپارښتنو کې غوښتل چې امریکايي ځواکونه دې خپل
قراردادونه افغان شرکتونو ته ورکړي دوی دا هم غوښتل چې امریکايي ځواکونه
دې د افغانستان له کورني تولیدات استفاده وکړي.

بامیان

ځینو کمیټو سپارښتنې لرلې چې بامیانو کې دې هم امریکايي عساکر نظامي اډه
پرانیزي، د امنیتي تړون په متن کې راغلي چې امریکايي ځواکونه به په نهو
ځایونو کې نظامي اډې ولري خو ځینو کمیټو غوښته چې لسمه نظامي اډه دې په
بامیانو کې وي
XS
SM
MD
LG