د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: د دوهم پړاو ټاکنو ته چمتوالي شته

  • همایون شعیب

 د پچې اچونې غونډه

د پچې اچونې غونډه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې که چیري د جمهوري ریاست راروان انتخابات دوهم پراو ته لاړشي دا کمیسیون کولې شي په ټاکل شوي موده کې دوهم ځلې انتخابات هم ترسره کړي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس ډاکټر احمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې چې د رایې اچونې په پاڼو کې د جمهوری ریاست او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نومونو د تثبیتولو لپاره جوړه شوی وه وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددي کار لپاره پوره امکانات او پیسې په واک کې لري.

تیره ورځ جمهو رئیس کرزي اندیښنه وښودله که چیري د جمهوري ریاست راروان انتخابات دوهم پړاو ته لاړشي او بیا د دوهم پړاو انتخابات په ټاکلی قانوني نیټه ترسره نشي نو ورسره د نظام مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راتللې شي.


ډاکټر احمد یوسف نورستاني مخامخ د جمهو رئیس کرزي په څرګندونو تبصره ونه کړه، خو دومره یې وویل چې انتخابات به په ټاکلی قانوني نیټه ترسره شي.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې چې د جمهوري ریاست یو شمیر کاندیدانو او د هغوي د استازو د ګډون سربیره د انتخاباتو د څار د ټولنو استازو هم په کې برخه اخستي وه،د پچې اچونې له لارې په دغه بهیر کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوم لړ د رایو په پاڼو ترتیب او پکې د یوولسو کاندیدانو د نومونو ځای ثبت شو.

د پچې له مخې د جمهوری ریاست د کاندیدانو د نومونو د پاڼې په سر کې د داکتر عبدالله عبدالله نوم راغې چې ورپسی، داود سلطان زوی دویم، عبدالرحیم ورډګ دریم، عبدالقیوم کرزی څلورم، اشرف غنی احمدزی پنځم، سردار محمد نادر نعمیم شپږم، زلمی رسول اوم، قطب الدین هلال اتم، ګل آقا شیرزی نهم، عبدالرب رسول سیاف لسم او د هدایت امین ارسلا نوم په یولسم ځای کې ځای ونیو .

همداشان په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د رایې اچونې د پاڼو د ترتیبولو لپاره هم نن پچه واچول شوه چې له مخې به یې د هر ولایت د ولایتې شوراګانو د کاندیدانو لپاره جلا جلا د رایې اچونې پاڼی ترتیب شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ۲۰۰۵ کال راپدیخوا تر ۲۰ میلونو پورې خلکو ته د رایې اچونې کارتونه ورکړل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دالاانشا رئیس ضیاالحق امرخیل وایي چې دا کمیسیون په راروانو انتخاباتو کې د دولس نیمو میلیونو رایې اچونکو لپاره تیاری نیولې دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو د راروانو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۳ کال د حمل د میاشتې ۱۶ نیټه ټاکل شوي ده.
XS
SM
MD
LG