د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو په ثبت کې زیاتوالې


د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر
د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، د ۱۳۹۲ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ورسره ثبتې شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، راپور ورکړی دی چې ددې لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالو زیاتې پېښې یې ثبتې کړي دي او ان د نورو کلونو په پرتله پنځه ویشت فیصده د ښځو د تاوتریخوالو په ثبت کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه کمیسیون په یوه راپور کې ویلي چې په شپږو میاشتو کې‪،‬ څه کم دوولس سوه د ښځو د تاوتریخوالو پېښې ورسره ثبتې شوي او د خشونت قرباني ښځو ورته مراجعه کړې ده.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، د ښځو سره د تاوتریخوالو د پېښو له شمېر د تاوتریخوالو نوعې خورا زیاتې دي او سږ کال په همدغو شپږ میاشتو کې څلور زره او یو سلو پنځوس نوعه تاوتریخوالي دوی ثبت کړي دي.

میرمن سمر وویل، له ښځو سره د جسمي او فزیکي خشونتونو لوړه کچه لري، ژبني ازار، طعنې او په دریمه برخه کې جنسي تاوتریخوالي له هغو سترو خشونتونو نه دي چې د تاوتریخوالو قربانۍ ښځې ورسره مخ شوي دي.

میرمن سمر د تاوتریخوالو د منعې لپاره د منعې د قانون تصویب او ترڅنګ یې په ولایتونو کې د ځانګړو محکمو او څارنوالیو ایجاد وغوښت.

میرمن سمر وویل :

‪"‬د تاوتریخوالو د منعې قانون معلومه ده چې باید تصویب شي، بې له دې هم دا قانون اوس قانون دی او باید تطبیق شي، البته له ښځو سره د تاوتریخوالو د منعې د قانون تطبیق په ټول افغانستان کې سم ندی، ولی هغه عدلي او قضائي ارګانونه چې له دغه قانون پوهاوی لري تطبیق کیږي خو سل په سلو کې نه.‪"‬

د نومبر پنځه ویشتمه له ښځو سره د تاوتریخوالو د مخنیوي نړیواله ورځ ده او د مېرمن سمر په ويناء د ډیسمبر تر لسمې پورې به یې په افغانستان کې ونمانځي
XS
SM
MD
LG