د لاس رسي وړ اتصالات

«د افغانستان حکومت دې د سنګسار قانون رد کړي»


د بشري حقونو د څارنې د ډلې د آسیا د څانګې مشر براډ آډمس
د بشري حقونو د څارنې د ډلې د آسیا د څانګې مشر براډ آډمس
د بشري حقونو د څارنې ډلې د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې هغه وړاندیز دې سمدستې رد کړي چې پراساس یې زناکارو ته د سنګسار سزا ورکول کېږي.

د بشري حقونو د څارنې ډله، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، دا خبره هم کړې ده چې د نړیوال مرسته کوونکي باید د افغانستان حکومت ته واضح کړي چې که چیرې د سنګسار قانون وضع شي نو د افغانستان سره به په نړیوالو مرستو باندې بدې اغیزې وکړي.

د افغانستان د عدلیې وزارت وړاندېز کړی دی چې هغه کسان باید سنګسار شي، چې د زنا تور ورباندې ثابت شي.

د بشري حقونو د څارنې ډلې او افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د جزا د قانون په نوې مسودې کې راغلي دي چې واده شوو زناکارانو ته به د سنګسار او مجردو زناکارانو ته به متروکه د وهلو سزا ورکول کیږي.

د سنګسار سزا په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په وخت کې عملي کیدله. په افغانستان کې د طالبانو د راپرزیدو نه ورسته په میلیاردونو ډالر د بشري حقونو د حالت د ښه کولو او ترویج لپاره لګولي دي. تمویلونکي ویره لري چې هغې پرمختګونه چې د بشري حقونو، په تیره بیا د ښځو د حقونو په برخې کې په مشکل سره ترلاسه شوې دي، له لاسه و نه وځي.

دغه خبره داسې ورځ کیږي چې د ښځو خلاف د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ لمانځل کیږي. دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کیږي چې د دغه موضوع په اړه عامه پوهاوی ډیر شي.

د افغانستان د عدلیې د وزارت یو چارواکی بیا وايي چې لږترلږه دوه کاله وخت به ونیسي چې د جزا قانون دې بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG