د لاس رسي وړ اتصالات

د عینکو دکان راتلونکې د ګواښ سره مخ ده


داکتر یما ترابی
داکتر یما ترابی
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي چې لوګر په ولایت کې د عینکو د مسوو دکان راتلونکې د ګواښ سره مخ ده .

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې په یو تازه رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو ویلي دي چې د لوګر په ولایت کې د مسوو د عینکو کان شاوخوا سیمود اوسیدونکو د نارضایتۍ له امله ،سیمې ته د وسله والو طالبانو ورتګ زیات شوي دي چې ددغه کان د امنیت لپاره یې جدي ګواښونه را ولاړ کړي دي.

د شفافیت د څار ادارې په دې رپوت کې ویل شوي چې ، سیمیز خلک د بې کاري او د دولت د نه پاملرنې له امله طالبانو ته مخه کوي.

دا رپوت وایي چې خلک په نږدې راتلوونکې کې د عینکو د کان نه د ګټي اخستنې نه هم ناهیلي شوي دي .

د شفافیت د څار اداره وایي چې لا تراوسه هم د هغو سیمزو خلکو د ځمکو مشکل حل شوی نه دی چې د کان د سیمې نه نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

همداشان دا رپوټ وایي چې په سیمه کې د بې کارانو شمیر زیات شوی دی.

داکتر یما ترابی د شفافیت د څار ادارې د افغانستان د دفتر ریس نن ددغه رپوټ د خپرولو په وخت یو خبري کنفرانس ته وویل چې د عینکو د مسو کان کار هم په ټپه ولاړ دی.

داکتر یما ترابی وویل:

« د عینکو د کان د قرارداد تراوسه هم ندی خپور شوی ،د عامو خلکو له نظره ډیر شیان پټ پاتې دي ، د عینکو په کان کې تر درې زرو زیات افغان سیمیز کارګران باید ګمارل شوی وای، د خلکو د ځمکوو مسله باید د شفافه میکانیزم له لاری حل شوی وای .»

خو د ترابی په وینا ،تر اوسه دغو مسلو ته د حل کومه لاره نه ده موندل شوي.

افغان حکومت د عینکو د مسو د کان قرارداد پنځه کاله پخوا د ایم سي سي په نوم د یو چینایي شرکت سره لاسلیک کړي دي، خو تراوسه هم ددغه قرارداد په مواقفه شوو ډیرو موادو باندې دغه شرکت عمل نه دي کړي.

اتر اوسه لا نه د ریل د پټلۍ د جوړیدلو کار پیل شوی او نه هم ، اکثره بنسټیزي پروژی چې پکې د۴۰۰و میګاواټو د بریښنا پروژه هم شامله ده چې په قرارداد کې ایم سي سي شرکت یې جوړیدل منلې خو تراوسه تراوسه ورباندی کار ندی شوي
XS
SM
MD
LG