د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریالان د مجازاتو د بخښنې د دود ختمول غواړي


افغان خبریالان
افغان خبریالان


افغان خبریالان وايي، هغه مجرمین چې دوی ګواښي او خبریالان یې وژلي دي، د دوی د سزاوو معافیت د رسنیو او بیان ازادۍ لپاره ستره ننګونه ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د سې شنبې په ورځ د مجازاتو د معافیت د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، هیڅ داسې اراده وجود نه لري چې د مجازاتو دود ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغه مرکز خبریالانو ته وویل که د مجازولو د بخښنې دود ختم نه شي نو لا به هم جګړه مار، او جنایت کاره ډلې وهڅیږي چې خبریالان تهدید کړي.

مرکز وايي، حکومت بې غوري کوي، عدلي او قضائي ارګانونه د هغو قضیو په باب بې تفاوته دي چې پکې خبریالان یا تهدید شوي وي او یا هم وژل شوي وي.

د خبریالانو د مرکز مشر احمد قریشي وویل، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې نهه دېرش خبریالان وژل شوي دي.

له نهه دېرش وژل شويو خبریالانو ۱۵ یې افغان خبریالان دي او پاتې نور بهرني دي.

د ښاغلي قریشي په ويناء د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته درويشت افغان او بهرني خبریالان وژل شوي دي.

د نهه دېرش وژل شویو خبریالانو له ډلې درویشت یې په هدفي وژنو او شپاړس بیا د چاودنو او په جګړه کې د ښکیلو ډلو له خوا وژل شوي دي.

دا نهه دېرش ژورنالستان څوارلس د وسله والو مجرمینو، څلور د طالبانو په لاس، درې د خپلو کورنیو، یو د امریکايي او یو بل بیا د بریتانیايي ځواکونو له لوری وژل شوی دی.

میرویس جلیل له لومړنیو افغان خبریالانو دی چې په افغانستان کې یې خپل ځان د خپل ژورنالستیک مسلک په لار کې قرباني کړی دی.

د افغانستان د رسنیو د څار کمیټه وايي، افغان حکومت ایله په څلورو مواردو کې د وژل شویو خبریالانو دوسیو ته رسیده ګي کړې ده چې هغه هم د شخصي ستونزو له امله وژل شوي وو، خو د پاتو نورو دوسيې د محاکمو په دهلیزونو ورستې شوي او څوک یې پاڼې نه اړوي.

د رسنیو د څار د کمېټې مسؤل صدیق الله توحیدي وویل :

‪"‬هغه کسان چې د خشونت او جنایت مرتکب کیږي، او په سزا نه رسیږي، دا بیا یو فرهنګ کیدلی شي، دا فرهنګ په افغانستان کې وجود لري، دلته د معافیت کنټرول ده، څوک چې خبریالانو سره تاوتریخوالی کوي هغه مجازات کیږي نه، پدې خاطر مونږ د خود سانسورۍ په مرض اخته یو.‪"‬

د خبریالانو د دفاع له ټولنو سره اندېښنې دي چې د معافیت په لا دود د رسنیو ازادي چې افغان حکومت یې په مهمو لاسته راوړنو کې ګڼي له لاسه ورکول کیږي، ډېری خبریالان په ناامنو سیمو کې د کره خبر له ورکړې عاجزي دي او ویره ورسره شته چې د خپرولو په مهال به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

ښاغلی توحیدي وايي، مرتکبینو ته د سزا نه ورکول اوس په لوی تهدید بدل شوی دی، نوموړی وايي په راتلونکې کې هم داسې څه نه ويني چې دغو قضایاوو ته رسیده ګي وشي.

په تېرو دوولسو کلونو کې رسنیو په پراخه کچه پرمختګ کړی دی خو افغان خبریالان ورځ تر بلې د امنیت په تړاوو په اندېښنو کې دي
XS
SM
MD
LG