د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي تړون په هکله د امریکایي کارپوهانو غبرګونونه


د امنیتي تړون په هکله غبرگونونه
د امنیتي تړون په هکله غبرگونونه
په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو پاتي کیدل هغه څه دي چې د ولسمشر بارک اوباما حکومت یې د افغانستان له ولسمشر سره روښانه کول غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جین ساکي داسي وايي ،، مونږ غواړو هر څومره ژر چې ممکن وي، دا تړون لاسلیک شي.،،

ولسمشر حامد کرزی بیا وایي چې د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتی تړون به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

په داسې حال کې چې هغه ددې کار ځنډول غواړي، امریکا خبرداری ورکړی چې که دا تړون ژر لاسلیک نشي نو له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه وباسي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز کارپوه انتوني کورډیسمن داسي وایي،، افغانستان د ترهگرۍ له درکه نور د توجو وړ ندی او د امریکائیانو د مهمو ستراتیژیکو گټو له جهته هم د پام وړ نه دی. او زه فکر کوم که تاسې هغو پیسو ته وګوری چې په افغانستان کی مصرف شوي نو هغه د امریکا له ستراتیژیکو گټو څخه زیاتې دي.،،

خو د بروکینگز د انستیتیوت کارپوه مایکل اوهانلن بیا وایي چې له افغانستان څخه په بشپړه توگه وتل یوه تیروتنه ده. هغه داسي وايي: ،، مونږ شریکان یوو، مونږ د وحشي دښمن په مقابل کې په ګډه جنګیږو او یو ځای مرو. مونږ په ګډه کار کوو چې دیرش ملیونه افغانانو ته د یوې ښه راتلونکې او امریکایانو ته د پراخ امنیت هیله ورکړو چې دوي به د ترهګرو د بریدونو نه ښکار کیږي.،،

د امنیتي تړون په هکله د کارپوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

او هانلون د او باما د حکومت او کرزی تر منځ سړې اړیکې له یوه بد واده سره مقایسه کوي او وایي مونږ ولي خپلې سرښیندنې او قربانۍ لیرې واچوو او هغه پانګونې چې د کلونو په اوږدو کې مو کړي دي.

هغه وایي شپږ سوه میلیارده ډالر لګیدلي او له دوو زرو څخه زیاتو امریکایانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا په دې ټولو قمار وهل او دا ویل چې افغانستان به نور مونږ ته کومه ستونزه نه وي، سمه نه ده.

د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی انتوني کوردیسمن هم له افغانستان څخه د سمدستي وتلو پلوي نه دی. هغه داسي وايي ،، که مونږ ناڅاپي له افغانستان څخه ووځو، د افغانستان حکومت به له یوه جدي ګواښ سره مخامخ شي او دا هیواد به ښایي وویشل شي، او طالبان به وکړای شي چې په ختیځ او جنوب کې زیاتې لاس ته راوړونې ولري.،،

خو کوردیسمن دا هم وایي چې د تړون له لاسلیک سره سره ښایي په افغانستان کې امنیت نور هم خراب شي ځکه چې د ځواکونو شمیر به راکم شي او مرستې به هم لږ شي. . کورډسمن داسي وايي ،، پوځی پوستونه به هم په سفارت او قنسلگریو پورې محدود شي، نو کله چې تاسې د وتلو په هکله ګړیږئ دا په حقیقت کې تر ډیره د باور وړ ده، ځکه که جمهور رئیس کرزی یې لاسلیک کړي او که نه، ټول په وتلو دي.،،

کوردیسمن وایي د افغانستان څخه د ځواکونو بشپړ وتل به له عراق څخه د امریکا د پوځ د وتلو په څیر وي. د میکل اوهانلون په وینا ولسمشر اوباما ته بلقوه خطرونه متوجه دي. هغه داسي وايي ،، که مونږ په دې جگړه کې چې ولسمشر بارک اوباما په غاړه اخیستې او د یوې ښه جګړې په نوم چې د په گټلو ارزي ورته یې کمپاین کړی، ناکام شو، نو دا به ښایي زما په اند دهغه کارنامو ته زیان ورسوي.،،

د عواقبو سره سره د ولسمشر اوباما اداره وایي د امریکا د ټولو ځواکونو وتل یو رښتینی احتمال دی او د امنیتی تړون د لاسلیک کولو لپاره ټاکلې نیټه هم په پای ته رسیدو ده.
XS
SM
MD
LG