د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر وحیدالله: پاکستان او ایران نه غواړي امنیتي تړون لاسلیک شي


د سیمیزو او نړیوالو بحرانونو د حل په لارو چارو کې د ملګرو ملتونو کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله
د سیمیزو او نړیوالو بحرانونو د حل په لارو چارو کې د ملګرو ملتونو کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله
د سیمه ییزو او نړیوالو بحرانو د حل د لارو چارو دپاره د ملګرو ملتونو کارپوه، ډاکټر وحید وحیدالله وايي چې د امنیتي تړون د لاسلیکولو هدف دا دی چې په افغانستان کې سوله راشي. هغه د ولسمشر کرزي د دې خبرې سره موافق نه دی چې د امریکا سره به تر هغو پورې امنیتي تړون لاسلیک نه شي چې په افغانستان کې سوله رانشي.

د سیمه ییزو او نړیوالو بحرانو په چارو کې دغه کارپوه وايي: «که اول سوله راولو نو بیا د امنیتي تړون مفهوم څه دی. اصلا خو امنیتي تړون او امضا کول یې د سولې د راوړلو لپاره دي، نه دا چې اول سوله راشي او بیا امنیتي قرارداد امضا شي.»


داکټر وحید وحیدالله د ولسمشر کرزي د دې خبرې سره هم موافق نه دی چې وايي که سوله نه وي نو امنیتي تړون به د افغانستان لپاره «شر راولي نه خیر» هغه وايي: «زه فکر کوم چې نه یوازې چې شر نه دی بلکه د سولې او د سولې لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې امنیتي تړون لاسلیک شي.»

د ملګروملتونو کارپوه دا هم وايي چې د تړون نه امضا کیدل د پاکستان او ایران په ګټه دی. داکټر وحیدالله وايي د امنیتي تړون پرته به په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو مداخلې دوام پیدا کړي او په افغانستان کې به سوله را نه شي. هغه زیاتوي چې د افغانستان د کرکیچ «مورنۍ» عامل د ګاونډیو هیوادونو مداخله ده او په افغانستان کې سوله هغه مهال شونې ده چې دغه عامل ته رسیدګي وشي.

د ملګروملتونو کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله وايي چې که تړون «امضا شي نو د ای اس ای او د ایران د اخوندي حکومت اجنډا به ټول له مینځه لاړ شي. په افغانستان کې سوله راتلی شي، کنټرول راځي، همکاري به وي.» هغه دا هم زیاتوي چې که تړون وشي نو افغانستان به په دې قادر شي چې د ګاونډیو د «مداخلاتو او تحرکاتو» په مقابل کې د ځان نه دفاع وکړي. داکټر وحیدالله په دې باور دی چې که تړون نه لاسلیکیږي نو د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره به ښه عواقب و نه لري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:20 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG