د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر حامد کرزي بیا په خپلو شرطونو ټینگار وکړ


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر کرزي په خپله پنځه لس ورځنۍ رادیویي وینا کې یو ځل بیا د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو دمخه د خپلو شرطونو په عملي کولو ټینگار کړی دی.

هغه ویلي دي چې ددغو شرطونو د عملي کیدو وروسته به له امریکا سره تړون لاسلیک کړي. ښاغلي کرزی وایي:

«د هیواد په گوټ گوټ کې زمونږ هیوادوال په خپلو کورونو کې د امنیت او مصونیت احساس نه کوي. زه په دې هکله د کلونو راهیسې د بهرنیو قوتونو سره په جگړه او مبارزه بوخت وم. امنیت او مصونیت خپلو خلکو ته هغه وخت برابرولی شو چې زمونږ په ښارونو او کلیو کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو مخه ونیول شي. د افغانستان د خلکو د همدې اړتیا له مخې ما شرط ایښی چې زمونږ د خلکو کورونو ته دې د بهرنیو تگ بند شي»

جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره خپل دوهم شرط په هیواد کې د سولې ټیگښت ښودلی دی.


«مونږ د امریکا د متحده ایالتونو څخه غواړو چې زمونږ د خلکو ددې ملي ارمان د پوره کیدو لپاره د افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، تر څو د سولې بهیر د تفاهم او رسمي خبرو له مخې پیل شي.»

ښاغلي کرزي وویل چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې میرمن سوزان رایس سره په کتنه کې ورته نوموړې په افغانستان کې د شفافو او د بهرنیانو د لاس وهنې پرته د جمهوري ریاست د راروانو انتخاباتو د ترسره کیدو په هکله وعده وکړې ده.

د حامد کرزي او سوزان رایس خبرې
د حامد کرزي او سوزان رایس خبرې

خو د هغه په وینا تر اوسه ورته امریکا ورته د خلکو د کورونو د تالاشئ او په افغانستان کې د امنیت د ټینگیدو په باب کومه وعده نه ده ورکړې.

ولسمشر کرزي ددې وینا په پیل کې ویلي چې دا تړون به هغه وخت لاس لیک کړي چې پاتې شرطونه یې هم عملي بڼه واخلي.
امریکایي چارواکو له ولسمشر حامد کرزي څخه د روان میلادي کال تر پایه ددې تړون د لاسلیک کیدو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرگې د ځوانانو د کمیسیون او د ځوانانو د مدني ټولنې غبرگون:
په دې لړ کې د ولسي جرگې د ځوانانو د چارو د کمیسیون یو شمیر غړو نن د ځوانانو د مدني ټولنې له یو شمیر استازو سره په گډه له جمهور رئیس څخه ددې تړون د ژر لاسلیک کیدو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرگې دغو غړو وویل چې د تړون د نه لاسلیک په صورت کې به په افغانستان کې خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي او په زرگونو خلک به بیا د وطن پریئودو ته اړ شي.

په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو یو استازي لالي حمیدي په ولسي جرگې کې دې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د جمهور رئیس له خوا د ملي شورا په موجودیت کې د لویې جرگې راغوښتل او بیا د هغه له خوا د هماغې لویې جرگې د پریکړې نه منل دوی ته د اندیښنې وړ دي:

د ولسي جرگې غړی لالی حمیدي:
«... تاسې وگورئ د پاکستان او ایران هغه مداخلات چې د ٣٥ کالو په تیریدو سره تراوسه پورې مداخله لري، د امریکا په دوستۍ باندې زمونږ د افغانستان اکثر خلک راضي دي. امریکا یو قوي قوت دی، دلته د چا په خوښه نه دی راغلی، دلته د تروریزم ، مواد مخدر او ښې حکومت دارۍ پسې راغلی دی، دا چې د دوی په دې برخو کې ناکامي ده، په دې کې زمونږ د حکومت هم ملگرتیا ورسره شته، تاسې وگورئ فقط د یو څو کورونو مشخص د یو څو کورو حکومت دی. دا د افغانستان د خلکو څخه جوړ حکومت نه دی.»

د غونډې گډونوالو له ولسمشر څخه وغوښتل چې دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي چې ملي شورا یې د ژمي د رخصتیو دمخه تصویب کاندي.
XS
SM
MD
LG