د لاس رسي وړ اتصالات

د جزا د قانون له مسودې لیکونکو څخه د ښځو غوښتنې


د جزا د قانون پر مسودې باندې بحث
د جزا د قانون پر مسودې باندې بحث
د افغانستان د جزا د قانون د مسودې د تیارولو د کمېټو څخه افغانو ښځو وغوښتل چې د جزا د قانون په جوړولو کې دې له ښځو سره د تاوتریخوالیو مرتکبینو ته د سزا ورکول ځای کړای شي او د ښځو حقوق دې خوندي شي.

د جزاء د قانون د اصلاح په دوهمه غونډه کې چې یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې له خوا دایره شوه، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د جزا د قانون په جوړولو کې دې د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو چې افغانستان یې غړی دی هم پاملرنه وکړي.

خو بل لورته د عدلېې وزارت بیا وايي چې دوی ته د افغانانو عرف او عنعنې هم پدغه قانون کې اهمیت لري.

پدغه کنفرانس کې د تیر یو کال د کارونو ارزونه هم وشوه او دا هم و څیړل شول چې څنګه د افغانستان د جزا په قانون کې د اسلامي شریعت او د نړیوالو کنوانسیونونو ترمنځ تړاو پیدا کېدای شي.

د عدلېې وزارت وايي، د سنګسار د جزاء د نه ورکړې خبر چې په رسنیو کې څه موده وړاندې خپور شو بې اساسه دی او دغو کمیټو پرې هیڅ بحث ندی کړی.

د جزا د قانون په مسودې تر ډېره کار شوی دی او د عدلېې وزارت وايي چې څلور کمېټې پرې کار کوي او لس ښځینه حقوق پوهانې هم په دغو کمیټو کې ګډون لري.

د جزا پر قانون بحث
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00
XS
SM
MD
LG