د لاس رسي وړ اتصالات

د ایډز ناروغۍ نړیواله ورځ او افغانستان


د ایډز ناروغۍ نړیواله ورځ
د ایډز ناروغۍ نړیواله ورځ
د عامې روغتیا د وزارت مرستیالې ناجیې طارق په کابل کې د ایډز د نړیوالې ورځې د لمانځنې غونډې ته وویل، سږ کال په افغانستان کې د ایډز ۱۶۲ پيښې ثبت شوي دي.
هغې وویل، تیر کال ۱۱۷ پيښې ثبت شوې وې چې سږنۍ احصایه اته دېرش فیصده زیاتوالی ښيي.

ددې وزارت په وینا د تیر لمریز کال تر پایه په افغانستان کې په مجموعي ډول د ایډز ۱۵۲۹ پیښې ثبت شوې وې.
روغتیایي چارواکي وایي د هرات په ولایت کې ددې ناروغانو شمیر تیر کال اته پنځوس کسه و، خو سږ کال ١٢٩ ناروغان ثبت شوي دي.

د دسمبر لومړۍ نیټه د ایډز ناروغی نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د ١٩٩٨ م میلادي کال راهیسيي لمانځل کیږي او د ایچ ای وي ایډ پر ضد مبارزین وایي دغه ورځ ددې یادونه کوي چې ایډز اوس هم د نړی ستر چیلنج یا ننگونه ده.

د برما د اپوزیسیون مشره ان سان سوچې په استرالیا کې د ایډز د ناروغانو سره د تبعیض د له منځه وړلو نړیوال کمپاین ته پرانیستونکې وینا وکړه.

ان سان سوچې
« له موږ سره زموږ د سیاسی مفکورې له امله تبعض شوی دی، خو په یوه مدني ټولنه کې د نسل، مذهب، عقیدې، فزیکي نیمگړتیا او یا فزیکي ناروغی له امله تبعیضي چلند ناروا کار دی.»

په نایجیریا کې د فوټبال ملي لوبغاړي د ایچ ای وي ایډز پر ضد د عامه پوهاوي د لوړوالي په کپپاین کې له مبارزینو سره یو ځای شوي وو. خو ددې ناروغی ضد کمپاین کوونکي وایي د دوامداره عامه پوهاوي پورگامونو ته اړتیا لري.

د ایډز نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

دوی وایي، یو شمیر خلک په ناپوهي کې په دې ناروغی اخته کیږي او یو شمیر خلک په دې نه پوهیږي چې له دې ناروغی د ځان د ساتلو د پاره څه وکړي. دا یوه ستره مسله ده او اوس ورځ په ورځ د ایچ ای وي ایډز څخه د خلکو توجه نورو لوریو ته اوړي.

د ناروغیو د کنترول امریکایي اداره وایي چې په نړی کې شا او خوا پنځه دیرش میلیونه کسان په ایچ ای وي ایډز اخته دي. ایج ای وي د ایډز د ناروغی د وایروس نوم دی.

د ایډز نړیواله ورځ ددې موقع برابروي چې د نړی خلک په یوه خوله ددې ناروغی پرضد یوه بل ته لاسونه ورکړې.

ددې وژونکې ناروغی پرضد مبارزین وایي چې د درملو د موندنې، عامه پوهاوي د لوړوالي او د ناروغی پر ضد نړیوال کمپاین مالي انسجام ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG