د لاس رسي وړ اتصالات

د نرخ په نننۍ چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي دي


ارشیف
ارشیف
نن د دوشنې په سهار د میدان وردکو د نرخ د ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټر بم چاودنه شوې ده او له امله یې ځلور پولیس وژل شوي او اوولس نور امنیتي کارکوونکي ټپیان دي.

ددغه ولایت مطبوعاتي دفتر د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په اوولس ټپي امنیتي کارکوونکو کې د څلورو روغتیايي وضعه د اندیښنې وړ ده.

پېښه د مازده ډوله موټر په واسطه شوې او په موټر کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکې د نرخ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مخې ته چوول شوي دي.

د میدان وردکو د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چاودنه نن سهار په شپږو بجو شوې ده او په وژل شويو کې درې د پولیسو افسران هم شامل دي.

هغه وویل، د پېښې ټپیان ددغه ولایت او د کابل څلور سوه بستریز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د نرخ د امنیه قومندانۍ ترڅنګ شاوخوا ودانۍ هم د چاودنې له امله ویجاړې شوي دي.

د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه رسمي سرچینو څه ندي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسؤلیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اخیستی دی او ویلي یې دي چې دوی په ګاډي کې درانه چاودیدونکي مواد ځای په ځای کړي وو.

طالبانو ادعاء کړې ده چې ددغه ولسوالۍ د استخباراتو او د ځانګړو ځواکونو د عسکرو په مهم مرکز یې برید کړی دی.

میدان وردک یو له هغو ولایتونو ګڼلی کیږي چې ډېر کله ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کیږي
XS
SM
MD
LG