د لاس رسي وړ اتصالات

ځیني وزارتونه قراردادونه مافیایي کړیو ته ورکوي


د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان له امريکاغږ سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د افغانستان ځينې وزارتونه په مرکز کې ځينو کسانو ته قراردادونه ورکوي.

هغه وايي د بيارغونې يو شمېر قراردادونه د ځينو مافيايي کړيو په لاس کې لويدلي، چې هم پيسې ضايع شوي او هم د پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.

"دوه ورځې وړاندې هم د خوست سکتوري رئيسانو د يوې غونډې په ترڅ کې هم ويلي وو، چې په مرکز کې ځينې وزارتونه دمعاملو له مخې د دغه ولايت د پروژو قراردادونه اصولو خلاف يو شمېر مشخصو کسانو ورکوي."

سرچينې همدارنګه ويلي وو، چې دغه قرارداديان يا له مافيايي کړيو سره لاس لري اويا د يوې بلې لارې پر وزارتونو فشار واردوي.

د دې ولايت رئيسانو د يوې ګډې پريکړې پر اساس له وزارتونو وغوښتل، چې د بيارغونې د پروژو قراردادونه دې مافيايي کړيو ته نه ورکوي، ځکه دغه کار د بيارغونې څرنګوالي ته جدي ګواښ پېښوي.

د ولایت مقام بريالی روان وايي، چې د خوست د ملکي هوايي ډګر په ګډون دا مهال د بيارغونې يو شمېر مهمو پروژو چارې له دې امله په ټپه ولاړې دي، چې ځينې کړۍ په لوی لاس خنډونه رامنځته کوي.

" د خوست د پروژو قراردادونه بايد په خوست کې وشي، چې اداره وکولای شي، له ټولو پروژو څخه ښه څارنه وکړي او ټولې پروژې په ښه توګه پلې شي".

که څه هم هغه په دې برخه کې کومه کړۍ په ګوته نه کړه، خو دومره يې وويل، چې په دغه کړيو کې يو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکو هم لاس لري. بريالی روان په دې اړه وايي:

" دا هغه کسان دي، چې يا په مرکزي ادارو کې ملاتړ لري او يا د دولت په ځينو ادارو کې دندې لري. دوی د شخصي ګټو په خاطر په خپلو منځو کې شبکې جوړې کړې دي".

هڅه مو وکړه، چې په دې برخه کې د ځينې وزارتونو نظر هم واخلو، خو بريالي نشوو.

د دغه ولايت چارواکي له وزارتو غوښتنه کوي، چې د خوست اساسي غوښتنو ته ځانګړى پام وکړي، چې هم په دغه ولايت کې د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي ترسره شي او هم اوسنی امنيتي وضعيت د ښه والي لور ته بوزي.
XS
SM
MD
LG