د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف: سیاسي مسلې له عملیاتي، تخنیکي مسئلو سره نه ګډو


د ایساف له ویاند سره ځانگړې مرکه
د ایساف له ویاند سره ځانگړې مرکه
د ایساف ویاند جنرال هاینس فیلډمن د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون خورا مهم وگاڼه او زیاته یې کړه چې دا له ٢٠١۴ کال وروسته د ایساف ځواکونو د حضور لپاره قانوني چوکاټ ټاکي.

ښاغلی فیلډمن وايي دوی دغه قانوني چوکاټ ته اړتیا لري، ځکه دا قانوني چوکاټ ورته د کارونو د عملي کولو اجازه ورکوي او د هغوی راتلونکی ماموریت تفسیرويو او ورته فرصتونه مساعدوي.

د ایساف ویاند زیاته کړه چې دا تړ،ن هغه کار چې دوی یوه لسیزه وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د جوړولو لپاره پيل کړی و، پای ته رسوي.

هغه وایي دوی ته ډېره مهمه ده چې خپلې لاسته راوړنې دوامداره وساتي.

امریکا غږ: ددې تړون لاسلیک کول څومره مهم دي، په ځانګړي ډول ناټو ته ؟

جنرال هاینس فیلډمن:
«غواړم په څرګندو ټکو کې ووایم، د سند لاسلیک کول سیاسي مسئله ده او په سیاسي کچه پرې خبرې کیږي. مونږ د سیاسي کچې مسائل له عملیاتي او تخنیکي مسائلو سره نه ګډو. څه چې زه یې غواړم ووایم، ملي اردو او پولیسو ته د تیلو ورکړه نده درېدلې. کوم څه چې اوس یې مونږ کوو، غواړو چې مونږ ټول پرې پوه شو چې واقعا څه تیریږي. کوښښ کیږي چې د تیلو تقاضا ته له وړاندې تیاري ولرو، پوره غوښتنه یې وشي او بیا پوره غوښتنه تائید شي. مونږ پدې باب له نېږدې کار کوو، یو وار بیا غواړم ووایم سیاسي مسائل له عملیاتي مسائلو سره نه ګډو او تیل هم ندي درېدلي«.

امریکا غږ: د افغانانو د کورونو تالاشي یوه مسئله ده چې جمهور رئيس یې د امنیتي تړون تر لاسلیک کولو مخکې غواړي ودریږي، ولې دې مسئلې زیات وخت واخیست او ناټو ورته حل ندی لټولی؟

جنرال هاینس فیلډمن:
«تاسې خبر یاست، چې مونږ سږ کال په جون کې د عملیاتو رهبري افغان ځواکونو ته وسپارله، او افغان قوواوې د عملیاتو د اجراء کولو مشري په غاړه لري. دا چې تاسې وپوښتل، دا مسئله سیاسي مذاکرې ته اړتیا لري چې په قانوني چوکاټ کې دخیله شي. مونږ عملیاتو ته اړتیا لرو او پدې اړه همدومره ځواب بس دی.»

د ایساف له ویاند سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
XS
SM
MD
LG